Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي

3-px5paz8czuu0u4ns4h296yy73x78a1z0xymng87vk8

د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر ټویټر لیکلي، که افغانان د اړتیا وړ مرستې ترلاسه نه کړي، په راتلونکو ورځو کې به نهه میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام رییس ډېوېډ بسلي ویلي، نړۍ نه‌شي کولای په دې بې‌مخینې ناورین کې افغانان هېر کړي.

په همدې حال کې یوشمېر اړمن کسان وايي چې د اړتیا وړ خواړه ورته نه رسېږي او یوازې ځانونه یې پرې ژوندي ساتلي دي. د کابل اوسېدونکی راشد وايي، مخکې یې پر کراچۍ کار کاوه، خو اوس هغه هم نه لري او یوازې دومره کولای شي چې په درې وخته کې د دوو وختونو ډوډۍ برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پانه وڅارئ

د نیمروز اوسېدونکی غلام‌نبي هم شکایت کوي چې په تېر شاوخوا یونیم کال کې ورسره د هېڅ بنسټ له لوري مرسته نه‌ده شوې او په وینا یې، مرستې هم مسوولان د خپل شاوخوا پر کسانو وېشي. هغه زیاتوي چې د ورځې ۳۰۰ افغانۍ کار کوي چې نه پرې چلېږي.

بله‌خوا د اقتصادي چارو شنونکي وايي، پر اړمنو کسانو د مرستو ناعادلانه او نامنظم وېش لامل شوی چې هېواد کې د ناچارۍ او لوږې کچه لوړه شي.

د اقتصادي چارو شنونکې آمنه هاشمي وايي: «زه فکر کوم چې له نیمايي ډېر افغانان به په سخت وضعیت کې او د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې وي. د دې ستونزې اصلي لامل دا دی چې له بده مرغه د مرستو په وېش کې کوم پلان او مدیریت چې باید وي، عادلانه او سم نه‌دی. که سمه څارنه وشي، د کار بهیر به په ښه ډول پر مخ ولاړ شي.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب هم وايي چې د مرستو د ناعادلانه وېش په اړه شکایتونه دغه وزارت ته هم رسېدلي، خو په خبره یې، دوی په‌کې رول نه لري او ټولې مرستې د مرستندویه بنسټونو د پالیسو پر بنسټ کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې او بشري مرستو ته د خلکو اړتیا ډېره شوې ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، اوس ۲۸ میلیونه او ۳۰۰ افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام