د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

 د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې همداراز ویلي، رامنځ ته شوې ستونزې د دې لامل شوي چې په کمسارې توګه بشري بېړنی وضعیت رامنځ ته کړي. دغه بنسټ له خراب وضعیت څخه د خبرداري په ورکولو سره وايي، د افغانستان ماشومانو لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال یونیسف په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د ډېروالي له امله په کم عمر یا د ماشوم نجونو د وادېدو له ډېروالي څخه خبرداری ورکړی دی. له دې وړاندې نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د لوږې له کبله د ماشومانو په ګډون میلیونونه کسان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام