Asset 1SWN

کابل کې د سبزۍ لوړې بیې؛ خلک: روژه کې پر افغانانو قیامت وي

WWW

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د روژې میاشتې له پیل سره هم‌مهاله د پلازمېنې په بازارونو کې د «سبزي» په ځانګړې توګه د پیازو بیې لوړې شوې چې خلک یې د پېرلو توان نه‌لري.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې دا مهال د کابل په بازارونو کې د یوه من پیازو بیه تر ۶۰۰ افغانیو ده چې په وینا یې، شته وزګارتیا او بې‌وزلۍ ته په کتو، پېر یې د بې‌وزلو له توان وتلې خبره ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل اوسېدونکي ابراهیم سلام‌وطندار ته وویل چې هېواد کې د سړوخونو نشتون له کبله ګاونډي هېوادونه هغه توکي بېرته پر افغانستان پلوري چې خپله هېواد کې تولید شوي دي.

نوموړي وویل: «زموږ پیاز هند او پاکستان ته لاړل، اوس یې له هغه ځایه بېرته په دوه برابره لوړه بیه راواردوو ، که هېواد کې باید سړې‌خونې وي چې پیازو زېرمه کړو، خو نشته او چې زېرمه نه‌شي، دا وضعیت به وي. په اختر، نوروز او روژه کې پر خلکو قیامت وي، نورو هېوادونو کې روژه کې سبزي ارزانېږي، خو دلته وايي چې خلک باید ومري.»

د کابل ښار اړوند «مارکېټ» څلور لاره کې د سبزۍ یو‌شمېر سوداګر وايي چې د وروستۍ یوې اوونۍ پر مهال هېواد کې د پیازو نه‌شتون او  بازار کې یې اړتیا لامل شوې چې بیه یې د پخوا په پرتله لوړه شي.

د سبزيو سوداګر صابرالله وویل: «پرون یو من سره پیاز ۵۰۰ افغانۍ و، نن ۴۰۰ افغانۍ و. پرون سپین پیاز ۶۰۰ افغانۍ و، نن ۵۰۰ و چې ۱۰۰ افغانۍ یې تغییر کړی. نرخ مشخص نه دی او له همدې امله د پیازو بیه ښکته او پورته کېږي.»

د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي هم د روژې له پیل سره هم‌مهاله د خوراکي توکو او د سبزیجاتو د بیو له لوړېدو څخه شکایت کوي.

د هلمند اوسېدونکی محمدزمان وايي چې د دغه ولایت په بازارونو کې د روژې له پیله د اوړو، غوړیو، وریجو او نورو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. نوموړي وویل: «د روژې میاشت کې باید د خوراکي توکو بیې ښکته شي، خو هټۍ‌وال یې پورته کوي او بې‌وزله یې د پېر توان نه‌لري.»

په ورته مهال د بدخشان یوه اوسېدونکي حبیب‌الله سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي او یو من پیاز په ۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړی له اسلامي امارت او د فیض‌اباد له ښاروالۍ غواړي چې د روژې میاشت کې د توکو پر بیو کنټرول ولري او نرخنامې دې وټاکي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د مالیې وزارت نن په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د روژې میاشتې لپاره د کچالو، رومي بانجانو، بامیه، مڼو، خرما او هندواڼو په ګډون پر شپږو خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۱۷ سلنې څخه تر ۸۰ سلنې پورې کم کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام