«د سولې او ولسواکۍ کور» بنسټ له لوري یوه تازه نظرپوښتنه چې په ۳۴ ولایتونو کې یې د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام په اړه له خلکو پوښتنې کړي، ښيي چې د ټولنې نیمايي وګړي نه پوهېږي چې د هېواد وضعیت پر کومه روان دی.

په دې نظرپوښتنه کې چې د ۳۷ زره او ۷۱۰ کسانو نظر په‌کې پوښتل شوی، ۴۹،۴ سلنه هغو ویلي چې د هېواد د وضعیت راتلونکي برخلیک په اړه نه پوهېږي. دغه راز، ۴۰،۶ سلنه کسانو یې ویلي چې د هېواد وضعیت په ښه کېدو دی او یوازې ۱۰ نورو بیا ویلي چې هېواد د بې‌ثباتۍ پر لور روان دی.

دا نظرپوښتنه چې د سولې او ولسواکۍ کور په نوم بنسټ له لوري د تر ټولو اغېزلرونکو افغانانو په لومړنۍ دوه کلنه جشنواره کې وړاندې شوه، تر ټولو ډېرو کسانو په‌کې د افغانستان راتلونکي نظام لپاره د جمهوریت غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي په دې غونډه کې د ولسمشر پر هغو څرګندونو نیوکه وکړه چې ویلي یې دي د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته تیار دی. د داوودزي په وینا، ولسمشر د دا ډول پرېکړې حق نه لري.

هغه وویل: «ولسمشر غني وايي چې د واک لېږد ته تیار دی. دا سمه ده چې قرباني ورکوي، خو دا حق هم نه لري. اخلاقي مسوولیت لرې چې داسې ونه وایې، د واک لېږد خپل شرایط لري، له ملت نه اجازه واخله او لویه جرګه جوړه کړه.»

ولسمشر محمداشرف غني پرون په یوه سیمینار کې چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري جوړ شوی و، وویل چې که طالبان سبا هم ټاکنو ته حاضر شي، موږ ورته تیار یوو، خو په وینا یې، له ټاکنو پرته به چا ته واک ونه سپاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام