وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نوي لګول شوي قانون پربنسټ، د افغانانو تګ‌ راتګ نور هم سخت کړ، په خیبر پښتونخوا کې ځینې افغان کډوال وايي، تازه لګول شوی قانون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر ملک اول‌خان سلام‌وطندار ته وویل، پاکستان کې له پخوانیو افغان کډوالو سربېره، په دې وروستیو کې ګڼ‌شمېر نور افغانان هم ورغلي چې نوي لګول شوي قانون ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خیبر پښتونخوا کې بل افغان کډوال صبور احمدزی هم مني چې کډوال ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغه د ټیلیفون له لارې سلام‌وطندار ته وویل، څه موده مخکې له ۳۰۰ ډېر افغانان چې اسناد یې نه‌درلودل، پاکستاني پولیسو نیولي وو او له څو ورځني بند وروسته یې بېرته افغانستان ته په زوره واستول.

د هغه په وینا، کوم کسان چې ویزې یا اسناد نه‌لري اوس هم د پاکستاني پولیس له‌خوا ځورول او نیول کېږي. نوموړي وویل: «د افغانانو ستونزې باید حل شي، اسلامي امارت چې واک ته رسېدلی ورنه غواړو چی د دغو افغانانو ستونزې حل کړي. دلته زرګونه افغانان په ستونزمن حال کې ژوند کوي.»

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کونسلګرۍ یو کارکونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار وویل، پاکستان کې اوس شاوخوا یو میلیون افغانان قانوني اسناد نه‌لري او د نوي قانون په لګولو سره د افغانانو تګ راتګ او هلته د قانوني اسنادو نه‌لرونکي کسان له ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوي دي.

خو هغه په دې باور دی چې نور باید پاکستان څخه بې‌اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه په وینا یې، هېواد کې یې امنیت ټینګ شوی دی. هغه زیاته کړه، که دا کار وشي، ښايي هغه افغانان چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي، د هغوی ژوند ته ښه رسېدنه وشي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د نویو قوانینو پر بنسټ به د افغانانو پر سفرونو لا ډېر بندیزونه ولګوي او له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه ور نه‌کړي.

تر دې وړاندې په سپین بولدک کې خلک یوازې د پېژندپاڼو په مرسته هم تر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتلی شوی، خو پاکستان وایي، له دې وروسته دا چاره ناشونې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پاکستاني حکومت ټینګار کړی چې دغه هېواد ته له قانوني اسنادو پرته تللي افغانان به ژر بېرته خپل هېواد ته ولېږي. مونږ هڅه وکړه د موضوع په تړاو د کډوالو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له هڅو سربېره بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام