ګڼ‌شمېر افغانانو د تېرو نږدې څلورو لسیزو ناامنیو او د ارام او خوندي ژوند تېرولو لپاره هېواد خوشې کړی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. سره له دې چې دغه افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر لاره بې‌شمېره ستونزې او سختۍ تجربه کوي، خو د موخې هېواد ته له رسېدو او هلته له اوسېدو وروسته هم د بې‌شمېره ستونزو له امله له ناهیلۍ ډک ژوند تېروي.

له تېر شاوخوا یونیم ‌کال راهیسې چې د نړۍ په کچه د کورونا ویروس خپور شوی، په بېلابېلو هېوادونو کې یې پر افغان کډوالو منفي اغېزې کړې دي. په پاکستان کې میشت یوشمېر افغان کډوال وايي، سره له دې چې دوی د کډوالۍ له ناخوالو سره مخ وو، اوس د کورونا ناروغۍ یې ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پېښور کې مېشت افغان کډوال ذوالفقارخان سلام‌وطندار راډیو ته ویلي، له کومې ورځې چې پاکستان کې د کورونا ناروغۍ پیدا شوې، افغان کډوال یې پر روغتیایي ستونزو سربېره له ناوړه اقتصادي وضعیت سره هم مخ کړي دي.

نظرمحمد او مجاهدخان دوه نور افغان کډوال دي چې په ډېرو ستونزو ورته کار پیدا کېږي. دوی وايي، زیاتره افغان کډوال د ورځې مزدوري کوي، خو د کورونا له کبله په اوونۍ کې ۳ ورځې کاروبار بند وي چې ورسره د خوارۍ مزدورۍ اسانتیاوې هم کمې شوې دي.

افغان کډوال وايي، نه یوازې مرسته نه ورسره ‌کېږي، بلکې د کورونا له ځانګړو درملو او واکسین څخه هم بې‌برخې دي. د دوی په خبره، پر کورونا ویروس اخته کډوال د ناچارۍ له کبله په دودیزه بڼه لونګ، ادرک او ځینو نور بوټي د درملنې لپاره کاروي.



په پېښور کې د افغان کډوالو د ټولنې مشرتابه شورا غړی ملک اول‌خان هم د افغان کډوالو ناوړه وضعیت تاییدوي او وايي، پاکستاني چارواکو د کورونا ویروس د لاخپرېدو مخنیوي په موخه کاربندیز کړی چې د پخوا په پرتله یې د دوی ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

هغه زیاتوي، تر ۸۰ سلنه زیات افغان کډوال بی‌وزله دي چې په لاسونو او کراچیو کې د توکو پلورلو کاروبار کوي او کارونه یې هم په ټپه ولاړ دي. د نوموړي په وینا، د کډوالو ستونزې یې په وار وار د پاکستان حکومت او نړیوالو مرستندویو ادارو سره شریکې کړي، خو تراوسه نه‌دي حل شوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، که څه هم نه‌شي کولای چې د نړۍ په کچه له سلګونو زرو افغان کډوالو سره مرستې وکړي او خدمتونه ورته ورسوي، خو په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې ستونزې یې حل شي.

بله‌خوا په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یا «UNHCR» کې د افغان کډوالو د مرکز مسوول میر میاخېل سلام‌وطندار ته ویلي، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې له افغان کډوالو سره څه‌ناڅه نغدي مرسته کړې، خو نورو برخو ته د دغې ادارې د پام اوښتو له کبله د پخوا په پرتله له هغوی سره د مرستو کچه کمه شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، اوس په پاکستان کې نږدې دوه‌نیم میلیونه او د ایران په ګډون، نورو هېوادونو کې څه باندې ۶ میلیونه افغانان د کډوالۍ سخت ژوند تېروي.

په افغانستان کې د جګړو او کاري اسانتیاوو نه موجودیت له کبله نورو هېوادونو ته د افغانانو کډوالي، په ځانګړې توګه نامنظمه کډوالي د هغو ننګونو له ډلې یوه ده چې په وروستیو کلونو کې د ناامنیو کچې په لوړېدو سره نوره هم پراخه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام