د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار پر افغانستان له هوايي برید وروسته ویلي، له څو میاشتو راپدېخوا اسلاماباد له کابل سره د ډيپلوماټیکو چینلونو له لارې ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د امنیت خوندیتوب او همغږۍ په موخه په اړیکه کې و.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نوموړي یوې خبري غونډې ته ویلي، په وروستیو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دغه هېواد امنیتي ځواکونه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لوري په نښه کېږي. هغه زیاته کړه، «ترهګر په پاکستان کې دننه د فعالیت لپاره د افغانستان خاوره په خوندي توګه کاروي.»
افتخار ویلي چې په هېواد کې یې د تحریک طالبان پاکستان بریدونه دوام لري. د هغه په وینا، د اپرېل په ١٤ په شمالي وزيرستان کې اووه پاکستاني سرتېري د هغو ترهګرو له لوري ووژل شول چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې دا اقدامات د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پرتو سیمو کې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې زیانمنوي.
نوموړي پر اسلامي امارت غږ وکړ چې د دواړو هېوادونو د سولې او پرمختګ په موخه د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت، او ځمګنۍ بشپړتیا ته په درناوي ټينګار کړی چې اسلاماباد به له افغان حکومت سره په ټولو برخو کې د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره له نږدې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې پرون د خوست په سپېرې ولسوالي کې پاکستاني پوځیانو هوايي بریدونه کړي چې ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د کونړ پر شلتن ولسوالي د پاکستاني پوځیانو له لوري هم توپچي بریدونه شوي چې له امله یې یوشمېر ملکیان په نښه شوي دي.
دغو بریدونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د یادو بريدونو په غبرګون کې پرون په خوست او نن بیا په ننګرهار کې د پاکستان پر ضد لاریونونه شوي دي.