Asset 1SWN

غزني کې د ۲۶ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل؛ خلک: ناچاره یوو له ولسوالیو ښار ته ولاړ شوو

شفاخانه_ی-ولایتی-غزنی-1-qn4uh0upyllqe5esfti8dlvru1enj5rgpxxpcfqjd4

د غزني په ولسوالیو کې د ۲۶ روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکي وايي، ناچاره دي چې د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره د مرکز روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او دغه وضعیت له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د غزني د قره‌باغ او جغتو ولسوالیو اوسېدونکي احمدعلي او شکریه وايي، د یادو روغتیايي مرکزونو تړل کېدو له ګڼو ستونزو سره خامخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدعلي وايي: «کلینیکونه خلکو ته ډېر ګټور وو؛ دوه میاشتې کېږي چې فعالیت یې په ټپه ولاړ دی؛ خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. دلته که یوه کور کې یو ناروغ پیدا شي، ناچاره دی ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړي او خپل ناروغ ښار ته ورسوي.»

شکریه هم وايي: «مخکې مو کلي ته کلینیک ښه نږدې و؛ دوه میاشتې کېږي چې تړل شوی او موږ اړ یوو چې ناروغان مو ښار ته ولېږدوو. دلته کلینیکونه فعال نه‌دي.»

د غزني اوسېدونکي چنارګل او محمدیوسف چې خپل ناروغان یې د دغه ولایت حوزوي روغتون ته راوړي، غوښتنه کوي چې یاد کلینیکونه دې بېرته خلاص شي.

چنارګل زیاتوي: «کلینیکونه تړل شوي؛ ټول خلک له ستونزو سره مخامخ دي؛ نږدې اته کیلومټره لاره وهو او خپل ناروغ په بایسیکل روغتون ته بیایوو. نږدې روغتون نه لرو. هیله لرو چې دغه کلینیکونه بېرته فعال شي؛ خلکو ته اسانه او نږدې وو.»

محمدیوسف هم وايي: «کله چې دلته کلینیک و، موسسو ډېر فعالیت کاوه؛ ناروغ مو ښار ته نه ووړ. اوس ډېر تکلیف یوو؛ دولت باید دا اسانتیاوې برابرې کړې چې یاد کلینیکونه په لرې پرتو سیمو کې فعال شي.»

د غزني د عامې روغتیا رییس رسول‌خان نظري هم مني چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې ۲۶ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، خو زیاتوي چې د اقتصادي ستونزو په له منځه تلو سره به بېرته فعال شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې «هدف» موسسې په وروستیو میاشتو کې د غزني په یوشمېر ولسوالیو کې ۱۳ روغتیايي مرکزونه د بودیجې نه لرلو له کبله وتړل شول او پاتې ۱۳ نور چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري یې ملاتړ کېده، هم وتړل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام