غور کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي احسان‌الله دغه ولایت کې د ۹۱ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکوي او وايي، ګڼ‌شمېر دغه مرکزونه د بودیجې نه‌شتون له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي.

هغه وویل، د دغه شمېر روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره څه باندې زر ډاکټرانو، نرسانو، قابله‌ګانو او روغتیايي کارکونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «۹۱ روغتیايي مرکزونه چې د CHA موسسې تر پوښښ لاندې وو، تقریبآ یوه میاشت کیږي چې کارونه یې مخ په سکوت وو، اوس اکثریت دغه ۹۱ کلینیکونه تړل شوي او کارونه ځنډېدلي. البته نړیوال بانک افغانستان پورې اړوند بودیجه ځنډولې، اوس کومه بودیجه نشته او کلینیکونه تړل شوي.»

په ورته وخت کې د غور مدني فعالان او اوسېدونکي دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، که چېرې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د روغتیا نړیوال سازمان د خلکو روغتیايي وضعیت ته پام ونه کړي، دغه ولایت کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.



د غور د دولتیار ولسوالي اوسېدونکی عبدالظاهر سلام‌وطندار ته وویل: «غور کې د ټولو ناروغانو وضعیت ښه نه دی. نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت څخه غواړو، چې دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو پرانیستو لپاره هرڅه ژر اقدام وکړي. که وضعیت همداسې روان وي، غور کې به انساني ناورین رامنځ ته شي.»

غور کې د انساني مرستو رسولو موسسه یا CHA تخنیکي مسوول سید فقیرشاه فقیري هم وايي، د بودیجې نه‌شتون له امله په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول محدود شوي دي.

هغه زیاته کړه، د روغتیا وزارت له لوري د روغتیا برخې د برخلیک روښانه کېدو پورې، دوی اوس په رضاکاره توګه خپله دنده مخته وړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د روغتیا نړیوال سازمان څو ورځې وړاندې یوه رپوټ کې ویلي وو، افغانستان کې د روغتیا پروژې اړوند د لګښتونو په ځنډول کېدو سره، دغه هېواد کې شاوخوا ۲۰۰۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي او که چېرې د روغتیا سکتور ته بودیجه ور نه کړل شي، افغانستان کې به میلیونونه انسانان روغتیايي خدمتونو څخه محروم شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام