یوشمېر افغان متقاعدان شکایت کوي چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې خپل کلني حقونه او امتیازونه نه‌دي اخیستي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی ادعا کوي چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې څو ځله د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره غږ پورته کړی، خو چا مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یو متقاعد محمداسحاق شجاع وايي، کلونه یې هېواد او خلکو ته خدمت کړی، اوس یې په بېلابېلو پلمو حقونه ځنډول کېږي او هېڅوک یې ستونزو ته پام نه کوي.

په کابل کې د نظامي متقاعدانو د ټولنې مشر ډګروال شکرالله امانزوی هم سلام‌وطندار ته ویلي چې افغان متقاعدان اوس له سختو ستونزو سره مخامخ دي او د اسلامي امارت چارواکي باید د دوی ستونزو ته پام وکړي او هغوی ته د خپلو حقونو او امتیازونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت د چارواکو له پرله‌پسې ژمنو نور زړه‌توري شوي او نور یې نه‌شي زغملی. هغه زیاتوي چې عمر یې خوړلی او بل کار نه‌شي کولای؛ نو حکومت باید خپل حقونه ورکړي.

خو د مالیې وزارت وايي چې د افغان متقاعدانو د حقونو او امتیازونو طرحه د کابینې له لوري تایید شوې او اوس د ا.ا د مشرتابه پر مېز پرته ده.

د دغه وزارت د تقاعد خزینې رییس اسدالله ساجد سلام‌وطندار ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې دوی د متقاعدانو د حقونو او امتیازونو ورکړې ته پوره چمتووالی لري او یوازې د ا.ا د مشرتابه تایید ته په تمه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه که څه هم نه‌دي ویلي چې ایا د دې طرحې له مخې به ټولو متقاعدانو ته خپل حقونه ورکوي که‌نه، خو ټینګار یې کړی چې د یادې طرحې پر بنسټ به مخې ته ولاړ شي.

د یادونې ده چې افغان متقاعدانو تر دې مخکې هم څو ځله د خپلو حقونو او امتیازونو د نه ورکړې له کبله اعتراضونه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام