د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وايي، د دولتي کارکوونکو د درېوو میاشتو معاشونو د ورکړې پر طرحه یې کار پیل کړی او سر له نن به د هغوی د وږي، تلې او لړم میاشتو د معاشونو یوځای ورکړې پر اجرا یې کار پیل کړی دی.

د نوموړي په وینا، د دولتي کارکوونکو د معاشونو لپاره یې نوې طرحه په پام کې نیولې چې له مخې به یې د هغوی معاشونه ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د دولتي کارکوونکو په امتیازي معاشونو کې هم محدودیت راغلی او تر دې وروسته به یوازې مسلکي او تخنیکي کارکوونکي امتیازي معاشونه اخلي.

حقمل زیاتوي، د تېر کال د ۶۰ زره متقاعدانو میاشتني معاشونه یې ورکړي او د تخنیکي ستونزو تر حل وروسته به پاتې متقاعدانو ته هم معاشونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت تر سقوط وروسته دولتي کارکوونکو څو ځله له اسلامي امارت څخه د خپلو میاشتنیو حقونو او امتیازونو غوښتنه کوله او هېڅ برخلیک یې نه و معلوم.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام