Asset 1SWN

د ۱۴۰۰ کال له پيله د دولتي کارکوونکيو معاشونه ۲زره افغانۍ زياتېږي

p-1-p2zrts16vtyr8mgr933rd4g82fwry1p0w83e1dd66s

د ولسي جرګې د مالیې او بوديجې کمېسیون رييس میرافغان صاپی وایي، له حکومت سره د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو د معاشونو پر ډېرېدو هوکړې ته رسېدلي دي.

د هغې هوکړې له مخې چې نن د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون د غړيو او د مالیې وزارت مرستيال او د ياد وزارت د ملي بودیجې رييس ترمنځ شوې، د ۱۴۰۰ کال د حمل مياشتې له پيله به د ښوونکيو، ټیټ پوړو چارواکيو او دولتي اجیرانو معاشونو کې ۲زره افغانۍ زياتوالی راشي.

ميرافغان ساپي نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د ښوونکيو، ټیټ پوړو دولتي کارکوونکيو او اجیرانو د معاشونو زیاتوالی د بودیجې تصویب کې یو ګام دی.

دوه ورځې وړاندې د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پاينده هم ويلي  چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د ښوونکيو او ټیټ پوړيو ملکي کارکوونکيو د معاشونو د زیاتوالي لپاره د ولسمشر، مرستیالانو، کابینې غړيو او نورو مصارف کم کړي.

له بلې خوا د ولسي جرګې د نن ورځې غونډه کې د ۱۴۰۰ مالي کال پر بوديجې له دې کبله بحث ونه شو چې نصاب بشپړ نه و.

د يادولو ده چې دوه اوونۍ وړاندې د بودیجې درېيمه مسوده ولسي جرګې ته ولېږل شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام