کندهار کې د ښاروالي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د هبېټاټ موسسې، په مالي لګښت ۸۴۰  وزګاره کسانو ته د دې ادارې ترمدیریت  لاندې د کار زمينه برابره کړې ده.

د کندهار د ښاروالي وياند زمري څرګند سلام‌وطندار ته وویل چې پر کار تازه ګومارل شوي کسان به د ښاروالي رياست د «تنظيف او سرسبزۍ» په برخه کې د ښار په ۱۵ ناحيو کې کار وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د تازه ګومارل شویو کسانو سره به په کندهار کې د وزګارتیا کچه تر یوې اندازې راټيټه او ورسره به د ډېرو کسانو اقتصادي حالت ښه شي.

د نوموړي په وینا، د يادې موسسي له‌خوا به دغو کسانو د ۶ مياشتو لپاره معاشونه ورکول کېږي او هيله لري چې دغه پروسه نوره هم اوږده شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «د کندهار ښاروالي په همکارۍ د ملګرو ملتونو د هبېټاټ موسسي په مالي لګښت ۸۴۰ وزګاره کسانو ته د کار زمينه برابره شول چې د شپږو مياشتو لپاره به دوام وکړي. دغه تازه ګومارل شوي کسان به د ښار په ۱۵ ناحيو کې د ښار پاکولو په برخه کې هره ورځ کار کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په افغانستان کې له سياسي بدلونونو وروسته، د وزګارتیا کچه لوړه شوې او ډېر شمېر کسان د کار روزګار په لټه کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام