یوه باوري سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د کابل پوهنتون یو‌شمېر استادان غواړي په دغه پوهنتون کې له خپلو دندو استعفا وکړي.

سرچینه تاییدوي چې د کابل پوهنتون یو‌شمېر استادان وروسته له هغې دغه پرېکړه کوي چې د اسلامي امارت له لوري د یاد پوهنتون مخکینی رییس له خپلې دندې ګوښه او پر ځای یې نوی سرپرست رییس ټاکل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینې په وینا، یاد استادان په ناوړه وضعیت کې دي او د روانو حالاتو په اړه اندېښمن دي. د کابل پوهنتون یو‌ استاد چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته وايي چې د لوستو او علمي کادرونو راتلونکو په اړه هېڅ راز تضمین نشته او د دوی څو کلنې هڅې له خاورو سره خاورې شوې.

نوموړی وایي، اسلامي امارت پرته له دې چې د کابل پوهنتون علمي کادرونو ته پام وکړي او یا له دوی سره مشوره وکړي، په خپل سري توګه په دغه بنسټ کې پر ګومارنو لاس پورې کړی دی.

د کابل پوهنتون دغه استاد زیاتوي: «یو څوک چې په پوهنتون کې د ریاست تجربه ونه لري او د دې کار باور یې هم نه وي ترلاسه کړی، له بده مرغه چې نن پر هغو کسانو حکومت کوي چې د پوهاند  رتبه لري.»



د کابل پوهنتون استادان وايي، په اوسنیو شرایطو کې کار کول ورته ستونزمن دي او د وېرې له امله نه شي کولای چې د پوهنتون او د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو ته خپله استعفا وړاندې کړي.

د پوهنتون د استادانو په وینا، له دې وړاندې د استادانو د معاشونو د کمولو په اړه طرحه وړاندې شوې وه، خو تراوسه یې په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ترلاسه کړي.

اسلامي امارت پرون د دولتي بنسټونو لپاره د خپلو ګومارنو په لړ کې محمد اشرف غیرت د کابل پوهنتون د سرپرست رییس په توګه وټاکه.

د کابل پوهنتون د عامه اړیکو او نشراتو امریت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کابل پوهنتون د رییس پوهاند محمد عثمان بابري په یوه علمي سفر المان ته تللی او ښايي د نوموړي دغه سفر شپږ میاشتې وخت واخلي، نو د لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونو او وزارت کې د همغږۍ رامنځ ته کولو او چارو عادي کولو لپاره محمداشرف غیرت د کابل پوهنتون د سرپرست په توګه معرفي کړی او شرایطو ته په کتو او د اړتیا په وخت کې دغه پرېکړه بدلېدونکې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، محمداشرف غیرت د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي څخه فارغ شوی او د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو په ادارو کې کاري تجربه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام