د پلټنې عالي ادارې د تازه راپور پر بنسټ د سلام وطندار موندنې ښيي چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه هېڅ راز شرایط او معیارونه نه لري، ښوونیز نصاب یې نیمګړی دی، د ځینو پوهنځیو او د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره جواز نه لري، استادان یې په شرایطو برابر نه دي، په خپل سر یې نوي پوهنځي جوړ کړي او دغه راز د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ هم نه لري؛ خو لا هم فعالیت کوي او هر کال زده‌کوونکي فارغوي.

هغه اسناد چې د سلام‌وطندار لاس ته ورغلي ښيي چې کابو څلور میاشتې وړاندې ولسمشر غني د یوه حکم په صادرولو سره د لوړو زده‌کړو د خصوصي پوهنتونو جوړېدو د څرنګوالي څېړلو غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني په دې حکم کې د پلټنې عالي ادارې د مرستیال په مشرۍ او د مالیې او عدلیې وزارتونو، لویې څارنوالۍ، ملي امنیت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې په غړیتوب د یوه پلاوي جوړېدو غوښتنه وکړه چې له مخې یې باید دغه پلاوی د خصوصي پوهنتونو جوړېدو په اړه خپلې څېړنې د یوې میاشتې په ترڅ کې ولسمشر ته وسپاري.

د دغه حکم له صادرېدو څلور میاشتې اوړي خو د خصوصي پوهنتونو په تړاو چې ډېری خلک یې د منظم درسي پلان او مناسب تدریسي ځای له نشته او له لوړو فیسونو شکایت کوي، هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

له جواز پرته د ماسټرۍ برنامې پيل

د پلټنې عالي ادارې موندنې ښيي چې د افغانستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه، د ابن سینا پوهنتون، دعوت پوهنتون، کاتب پوهنتون، باختر پوهنتون، خاتم النبیین پوهنتون، دنیا پوهنتون، د جامعه المصطفا پوهنتون کابل څانګه او د ازاد اسلامي پوهنتون د کابل څانګه سره له دې چې د درېیو دورو فراغتونو معیارونه یې نه دي پوره کړي، د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکونې په پروګرام کې د خصوصي تحصیلي موسسو تر ټولو ښکته ځای کې راغلي او له همدې کبله د ماسټرۍ زده‌کړو د پیلولو شرایط نه لري، خو بیا یې هم په خپل سر د ماسټرۍ پروګرامونه پيل کړي او هر کال فارغان ورکوي.

د دې راپور په یوه برخه کې لولو چې «د لوړو زده کړو ډېری خصوصي پوهنتونونه او موسسې د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم، لږ ترلږه څلور تنه ډاکټر استادان نه لري ترڅو د ماسټرۍ پروګرام پيل کړي. د لوړو زده کړو وزارت هم د پروګرام په پيل کې د جواز له ورکړې وړاندې د خصوصي پوهنتونو د ماسټرۍ پروګرام لپاره د استادانو اسناد نه دي ارزولي.»

د پلټې عالي ادارې راپور کې زیاته شوې چې د افغانستان امریکايي پوهنتون، باختر، کتاب، خاتم‌النبیین، ازاد اسلامي پوهنتون، کاردان، دعوت، دنیا او د افغانستان د لوړو زده‌کړو موسسه له هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو دي چې د ماسټرۍ په برخه کې یې له ټاکل شوي حد نه زیات زده‌کړیالان جذب کړي.

همدارنګه د کاردان پوهنتون اقتصاد څانګه کې، د افغانستان امریکايي پوهنتون د ټولنیزو علومو څانګه کې، د رڼا د لوړو زده‌کړو موسسې هم اقتصاد څانګه کې، د اریانا د لوړو زده‌کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او معالجوي طب په برخه کې   او ځینو نورو د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو د جواز له اخیستو وړاندې فعالیت پیل کړی او زده‌کړیالان یې جذب کړي دي.

 

بې‌جوازه پوهنتونونه او د محصلانو جذب

وموغوښتل دغه راپور کې د اکثریت هغو پوهنتونونو نظر چې کسب‌الزامیت کوي ولرو، خو یوازې د کاردان پوهنتون د نظر په اخیستو بریالي شو.

د کاردان پوهنتون ویاند ډاکټر ظاهر ایوبي سلام‌وطندار سره خبرو کې د دغه مورد په ردولو سره وايي، د دغه پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی د ټولنیزو علومو پوهنځي په مجموعه کې فعالیت لري.

د هغه په وینا، د کاردان پوهنتون د ماسټرۍ په برخه کې له ټاکل شوي حده زیات د زده‌کړیالانو جذب تخطي نه بلکې، د ټولنې اړتیا بولي.

«زه دا موضوع په بشپړ ډول ردوم، چې مونږ دې له جواز پرته د ژورنالیزم او اقتصادي پوهنځي پیل کړي وي، دا موضوع واقعیت نه لري. د سوءتفاهم دغه سلسله خپله وزارت کې موجوده ده، دا د هغوی خپله اداري او دفتري ستونزه ده.»

د پلټې ادارې راپور ښيي چې د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم، د مشعل پوهنتون د کمپیوټر ساینس، د رڼا پوهنتون د انګلیسي ژبې په برخه کې، بلخ کې د سعادت‌لارې د لوړو زده‌کړو موسسې د شرعیاتو په څانګه کې، د میوند د لوړو زده‌کړو موسسې د حقوقو او ټولنیزو علومو او د ساینس په څانګو کې، د افغان پامیر د لوړو زده‌کړو موسسې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې، د شفا د لوړو زده‌کړو موسسې د معالجوي طب په پوهنځي کې، د بیان د لوړو زده‌کړو موسسې د کمپیوټر ساینس او د مریم پوهنتون هم د ښوونې او روزنې په څانګه کې له جواز پرته او په ناقانونه ډول زده‌کړیالان منلي دي.

بې‌ودانۍ پوهنتونونه

د پلټنې ادارې څېړنې ښيي چې د جهان د لوړو زده‌کړو، د افغانستان د لوړو زده‌کړو، د بایزید روښان د لوړو زده‌کړو، د رازي د لوړو زده‌کړو او د ادراک د لوړو زده‌کړو موسسې د نورو کمزورتیاوو ترڅنګ، له رامنځته کېدو راهیسې د اکاډمیکو معیارونو پربنسټ مناسبې ودانۍ نه‌لري.

د لوړو زده‌کړو وزارت د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو او پوهنتونو چارو رییس احمدضیا یوسفزی سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د خصوصي لوړو زده‌کړو ۹ موسسې او پوهنتونونه چې د لوړو زده‌کړو د قوانینو خلاف یې د ماسټرۍ په برخه کې فعالیت درلود، له سل زرو نیولې تر یو میلیون افغانۍ پورې نغدي جریمه شوي دي.

« توصیه، اخطار او ان د ماسټرۍ څانګې لغوه کېدل، هغه اقدمات دي چې وزارت زیاتره دغه موارد تطبیق کړي. اکثریت خصوصي پوهنتونه جریمه شوي، کومو پوهنتونونو چې له حده زیات محصلین نیولي د منلو نه دي، محصلین باید نورو سمسټرونو ته وساتي. دویمي ظرفیت ته په پام، رسمي مکتوب ورکړل شي چې دوی کولای شي د ماسټرۍ په برخه کې یو بل صنف هم ولري.»

خلکو تر دې وړاندې تل د خصوصي لوړو زده‌کړو موسسو او پوهنتونو کې لوړ فیس او ټيټ کیفیت نه شکایت کړی، خو تراوسه د دغې ستونزې حل لپاره په جدي ډول اقدام نه دی شوی.

د خلکو په باور لا هم یو شمېر پوهنتونونه د هېواد تحصیلي قوانینو ته شاه کړې او د خپلې غوښتنې په مطابق خلکو نه پیسې اخلي، خو د زده‌کړو کیفیت ته هېڅ پام نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام