د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نه‌لري

د پلټنې عالي ادارې د تازه راپور پر بنسټ د سلام وطندار موندنې ښيي چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه هېڅ راز شرایط او معیارونه نه لري، ښوونیز نصاب یې نیمګړی دی، د ځینو پوهنځیو او د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره جواز نه لري، استادان یې په شرایطو برابر نه دي، په خپل سر یې نوي پوهنځي جوړ کړي او دغه راز د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ هم نه لري؛ خو لا هم فعالیت کوي او هر کال زده‌کوونکي فارغوي.