کندوز کې ړانده د حکومت له نه‌پاملرنې شکایت کوي

د اکتوبر ۱۵مه هغه چې د ړندو د نړیوالې ورځې په نوم، نومول شوې. د کندوز یو شمېر ړانده په همدې ورځ د سیمه‌يیزو چارواکيو له بې مهرۍ او نه‌پاملرنې شکایت کوي. د کندوز ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن حسیب الله سالم زاده شپږ کاله وړاندې خپلې دواړه سترګې په یوه ټرافیکي پېښه کې له لاسه ورکړې؛ خو په قوي ارادې پوهنتون ته لاړ او د نابینايي له ستونزو سره سره له پوهنتون نه اول نمره فارغ شو.

د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نه‌لري

د پلټنې عالي ادارې د تازه راپور پر بنسټ د سلام وطندار موندنې ښيي چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه هېڅ راز شرایط او معیارونه نه لري، ښوونیز نصاب یې نیمګړی دی، د ځینو پوهنځیو او د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره جواز نه لري، استادان یې په شرایطو برابر نه دي، په خپل سر یې نوي پوهنځي جوړ کړي او دغه راز د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ هم نه لري؛ خو لا هم فعالیت کوي او هر کال زده‌کوونکي فارغوي.

هېواد کې ۱ ميليون ماشومان په نشه‌يي توکيو روږدي دي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان په نشه‌يي توکيو روږدي دي. د ياد وزارت سرپرست بشیر احمد ته‌ینج وايي، له يادو ماشومانو ۵۰ سلنه يې نجونې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان په داسې حال کې د ماشومانو چې پر نشه‌يي توکيو روږدي دي،خبر ورکوی چې د  کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې يې يو شمېر د نشه‌يي توکيو پرچون پلورونکي نيولي.

د دولت او طالب پلاويو عمومي غونډه؛ د تماس ډلې دې هرڅه ژر د اختلافي موضوعاتو حل‌لارې وړاندې کړي

قطر کې د افغان دولت مرکه‌چي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې. د دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.