Asset 1SWN

د سلام‌وطندار موندنې؛ د افغان ښځو پروړاندې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی

خودکشی-زنان-qn8gwgwvvzbctn0hby9ud87z785ffzcwm8r5pnr348

سلام‌وطندار په هېواد کې د افغان ښځو د وژلو او د هغوی له لوري د ځان‌وژنې پېښو شمېرې را ټولې کړي چې له مخې یې، له وروستي بدلون وروسته د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. سلام‌وطندار دا ځل په وروستیو شپږو میاشتو کې د ښځو د وژلو او ځان‌وژنې ۷۴ پېښې ارزولې دي. دا شمېرې ښيي چې هره میاشت په منځنۍ کچه له ۱۲ زیاتې ښځې وژل شوي یا یې هم ځان‌وژنه کړې ده.

د دغو شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې اووه، په لېندۍ کې څوارلس، په مرغومي کې اته، په سلواغه کې څوارلس، په کب کې پنځلس او د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې هم شپاړلس پېښې شوي چې ۵۸ هغه یې د وژلو او ۱۶ نورې هم د ځان‌وژنې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ارزونې له مخې، فاریاب کې دولس پېښې شوي چې د نورو ولایتونو په سر کې ځای لري او ورپسې په ننګرهار کې اته، تخار کې شپږ، بلخ کې شپږ، کندهار کې څلور، پروان کې څلور او کاپیسا کې هم څلور پېښې شوې دي.

په بادغیس، کابل او خوست ولایتونو کې درې درې، په سرپل، دایکندي، هرات، غور، پنجشېر او سمنګان ولایتونو کې دوه دوه پېښې شوې دي. په کندوز، فراه، غزني، نورستان، هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم د ښځو د وژلو او د هغوی له لوري د ځان‌وژنې یوه یوه پېښه شوې ده. د افغان ښځو د ځان‌وژنې دوه پېښې هم د ۱۴۰۲ کال د لېندۍ او سلواغې میاشتو پر مهال په ایران او پاکستان کې د افغان ښځینه کډوالو له لوري شوې دي. په همدې حال کې د ۷۴ پېښو له ډلې ۴۵ یې ګونګې وې او ۲۹ نورې هم د مشخصو لاملونو له کبله شوې دي.

د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د دغو شمېرو له ډلې ۱۴ هغه یې د کورني تاوتریخوالي، درې د ناروا اړیکو له کبله، درې نورې د په زوره واده کولو، دوه له بندخونې له خوشې کېدو وروسته، یوه له واده مخکې د کوژدې پر مهال د امېندواره کېدو، یوه د غلا، دوه د لفظي شخړې، یوه د بې‌وزلۍ، یوه په بدل کې د ورکولو او یوه هم د ډېر ولور اېښودو له کبله شوي، خو د ۴۵ نورو لاملونه پټ پاتې دي.

دا ارزونې ښيي چې دا وژنې د بېلابېلو کسانو، خو ډېرې یې د خاوندانو او ناپېژنده کسانو له لوري شوې دي. په دې ډله کې، دولس پېښې د خاوند یا کوژدن، یوولس د ناپېژنده کسانو، څلورو د پلار، څلور د ا.ا د ځواکونو، درې د خپلوانو، دوه د خسرانو، یوه د زوی، یوه د لمسي، یوه د ورور، یوه د لېوره، او یوه هم د غلو له لوري شوي، خو د ۱۸ نورو وژنو عاملان هماغسې ناڅرګند او پټ پاتې دي.

د را ټولو شویو شمېرو له مخې، د ۵۸ وژنو او ځان‌وژنې څرنګوالی روښانه شوی، خو د ۱۶ نورو لا پټ پاتې دی. دغه راز، ۲۸ پېښې د وسلې، ۱۱ د چاکو او تبر، ۹ د را ځړولو، ۵ د زندۍ  کولو، دوه په وهلو ټکولو، یوه د زهرو په خوړلو، یوه هم له غره څخه د را غورځولو په وسیله شوې دي.

ډېری ښځې چې وژل شوي، ودونه یې کړي وو او بېلابېلو عمرونه یې لرل. ۱۳ یې له شل کلنۍ څخه کم عمر درلود. دا شمېرې له بېلابېلو رسنیو څخه را ټولې شوي چې ۳۴ یې له ۸صبح ورځپاڼې، ۱۳ د ښځو اژانس، ۹ له اطلاعات روز ورځپاڼې، ۹ د افغانستان د ښځو اژانس او ۹ نورې هم د سلام‌وطندار د خبریالانو له خوا را ټولې شوې دي.

د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي، اقتصادي ستونزې، زده‌کړو او کار ته نه لاسرسی، کورنی تاوتریخوالی او د سرپرست حکومت له لوري پر افغان ښځو لګېدلي محدودیتونه د دغو پېښو اصلي لاملونه بولي.

د ښځو حقونو فعاله فروزان داوودزۍ وايي: «افغان ښځې له روحي او اروايي ستونزو سره مخامخ شوي او ځان‌وژنې کوي. دا چې په محکمو کې ښځې نشته؛ نو ډېری کورنۍ هڅه کوي چې دا قضیې رسمي نه کړي.»

د ښځو حقونو بله فعاله معصومه حسیني وايي: «افغان ښځې له دومره سخت وضعیت سره مخامخ دي چې د ژوند پای ته روسولو ته هم تیارې دي. یو خو دا محدودیتونه دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو په اړه حکم صادروي او د ښځو د زده‌کړو لپاره د اسانتیاوو نه برابرېدل او وزګارتیا ده.»

یوشمېر ټولنپوهان او ارواپوهان وايي چې وېره، ناهیلي او روحي او اروايي ستونزې د افغان ښځو د ځان‌وژنې پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه دي. دوی وايي، د خلکو پر ژوند محدودیت لګول او د ځاني او ټولنیزې ازادۍ نه لرل په ټولنه کې د وژلو او ځان‌وژنې د پېښو ډېرېدو لامل کېږي.

ټولنپوه راشد صدیقي وايي: «نن د ښځو پر مخ د زده‌کړو لاره تړلې ده؛ ښځو ته کار نشته یا ترې ځاني او ټولنیزه ازادي اخیستل شوې؛ دا یوه موضوع کېدای شي. د ټولنپوهنې له اړخه، هغه لاملونه چې د یوه کس شخصیت او عاطفې ته زیان ورسوي یا یې پر وړاندې ودرېږي، د ځان‌وژنې لامل کېدای شي.»

یو ارواپوه نظامي عزیز هم وايي: «ځان‌وژنه د اروايي ستونزو له کبله کېږي او کومې څېړنې چې شوي، ۹۰ سلنه کسان چې ځان‌وژنې ته مخه کوي، یا د ځان‌وژنې په اړه فکر کوي یا پر یو ډول نه یو ډول اروايي ګډوډیو اخته دی چې له نیمايي ډېر یې له ځان‌وژنې مخکې پر ژور خپګان، ناهیلۍ او وېرې اخته دي.»

بله‌خوا مدافع وکیلانې وايي چې هېواد کې له وروستي بدلون او پر عدلي او قضايي بنسټونو د سرپرست حکومت په محدودیتونو سره عدلي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی کم شوی دی.

په جمهوري نظام کې مدافع وکیله سمیه کریمي چې په اوس په پاکستان کې ده، وايي: «د افغانستان عدلي او قضايي سېسټم په تېرو درېوو کلونو کې بېرته بخواني حالت ته نه‌دی ګرځېدلی. کله چې نظام نسکور شو، عدلي او قضايي سېسټم فلج شو. چېرته چې د ښځو د عدالت غوښتنې اداره نه وي، اړ کېږي چې ځان ووژني.»

موږ وغوښتل چې په دې اړه د سرپرست حکومت نظر هم ولرو، خو ونه توانېدو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سلام‌وطندار تر دې مخکې په هېواد کې د نظام له بدلون څخه د ۱۴۰۲ کال تر نیمايي پورې د افغان ښځو د وژلو او ځان‌وژنې د ۱۷۳ پېښو شمېرې را ټولې کړې وې چې پر بنسټ یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې وه.

سلام‌وطندار د اسلامي جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته ټول‌ټال د ښځو د وژلو او د هغوی له لوري د ځان‌وژنې ۲۷۴ پېښو شمېرې را ټولې کړي چې ۱۶ یې په ۱۴۰۰ کال کې، ۸۴ په ۱۴۰۱، ۱۳۱ په ۱۴۰۲ او ۱۶ نورې هم د ۱۴۰۳ کال په وري میاشتې کې شوې دي. هغه شمېرې چې سلام‌وطندار را ټولې کړي، ښيي چې د هر کال په تېرېدو سره د افغان ښځو د وژلو او ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام