Asset 1SWN

له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی؛ د ۴۱۲ ښځو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو تاوتریخوالی تجربه کړی

image1170x530cropped

د سلام‌وطندار موندنې چې په ۲۶ ولایتونو کې له ۴۱۲ ښځو او نجونو سره د مرکو له لارې ترلاسه شوي، ښيي چې د ګډونوالو ۸۴ سلنه د ښځینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او پاتې ۱۶ سلنه بیا ویلي چې ښځینه‌وو ورسره تراوسه هېڅ تاوتریخوالی نه‌دی کړی. د هغو کسانو له ډلې چې ویلي یې دي د ښځینه‌وو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ۹۱ سلنه یې له اروايي، څلور سلنه له فزیکي او څلور سلنه نور یې هم‌مهاله له اروايي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

د دې سروې یوې ګډونوالې چې نه غواړي نوم یې یاد شي او بلې ښځې ورسره تاوتریخوالی کړی، سلام‌وطندار ته ویلي: «ګورئ ملنډې وهل ښايي نورو ته ډېره کوچنۍ موضوع ښکاره شي، خو تاسې نه پوهېږئ چې کله څوک د کمترۍ او عیب حس درکوي، ستاسو حس په دننه کې وژني. د کاکا لورانې مې تل په چاغوالي پورې خاندي، وايي بدرنګه او بدقواره یې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې سروې کې هغه ځای چې ښځو او نجونو سره په‌کې تاوتریخوالی شوی، هم ارزول شوی او د ۳۴۴ ښځو له ډلې چې تاوتریخوالی ورسره شوی، ۱۸۲ هغو چې ۵۳ سلنه کېږي، ویلي چې ډېری په کورونو کې ورسره تاوتریخوالی شوی او ۱۹۴ نورو چې ۴۷ سلنه کېږي، هم له کوره دباندې تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

هغوی چې په کور کې تاوتریخوالی لیدلی، له ۴۲ سلنه سره د پلار او ۵۸ سلنه نورو سره هم د خاوند په کور کې د نورو ښځینه‌وو له لوري تاوتریخوالی شوی دی.

همدارنګه، د هغو کسانو له ډلې چې په کور کې ورسره تاوتریخوالی شوی، ۵۶ سلنه یې ویلي چې عمه‌ګانو یې ورسره تاوتریخوالی کړی، خو ۲۸ سلنه نورو بیا ویلي چې ورېندارګانو یې تاوتریخوالی ورسره کړی دی. د دې تر څنګ، نیا، مور او میره هره یوه ۱۰ سلنه، ۲ سلنه او یو سلنه هغه ښځې دي چې له نورو نجونو او ښځو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

شریفه هغه نجلۍ ده چې ټول وړکتوب یې د عمه او مور ترمنځ په لانجو کې تېر شوی او په وینا یې، دا لانجې یې نږدې د مور او پلار د جلاوالي لامل شوې وې. هغه زیاتوي: «زه، خویندې او ورونه مې هېڅ پوه نه شول چې د عمه ستونزه مې څه وه. خپله یې زما مور زما پلار ته کړې وه، خو هره ورځ یوازې جګړه وه. پلار به مې مور وهله چې ولې له عمه سره دعوې وهې. عمه به ان موږ هم نه پرېښودو، راته ویل به یې چې بدمرغو پر کور پاتې شوئ.»

بله‌خوا د هغو ښځو ۸۳ سلنه چې د خاوند په کور کې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ویلي چې خواښې او ندرور ورسره تاوتریخوالی کړی. د لېوره ښځه او بنه بیا د ۱۵ او ۱ سلنې په لرلو سره د واده شویو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو په ټیټه کچه کې دي.

خالده او مریم چې ودونه یې کړي، وايي:

«د ګاونډي ښځه د واده په دویمه ورځ مې راغله او زما تر پښو لاندې فرش یې ټول کړ، ویل یې زما دی، مېلمانه راغلي. په خدای پر ځمکه ننوتې وم، له واده وروسته مې بېخي ګدايي ولیدله. داسې وخت راغی چې روژه کې به مې خواښې نه وه، موږ به روژه خوړله؛ ځکه چې هر څه یې راباندې بند کړي وو. نه پوهېږم څه کوي، خدای روزي را رسوي، خو ټول خوراکي توکي یې قید کړي. پر ما او یور باندې مې د خره غوندې کار کوي، خو نه پوهېږم چې ولې دومره وږې ده. خپله او لوڼې یې داسې نه‌دي، فقط لکه موږ یې چې نوکرانې یوو.»

«هغه څه مې چې ندرور کوي، هېڅ نجلۍ یې نه کوي. فقط خاوند مې د هغې خواستګار و چې دومره یې راسره اخیستې ده. هره ورځ لانجې، هره ورځ غالمغال، بېخي رواني شوې یم. ما درس لوستی، غوښتل مې کار وکړم، خو د دې ندرور له لاسه ونه توانېدم؛ ځکه د پنځو خویندو خور ده، هر څه چې ووايي، ورته کوي یې.»

د ۳۴۴ نجونو او ښځو له ډلې چې د نورو ښځو له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي، ۱۶۲ هغو یې ویلي چې له کوره دباندې یې هم تاوتریخوالی تجربه کړی دی. ۵۵ سلنه هغه نجونې او ښځې چې دندې لري ویلي، په کاري چاپېریال کې تر ټولو ډېر او سخت تاوتریخوالی د خپلو ښځینه همکارانو له لوري ورسره شوی دی. ۸ سلنه نورو د مسوولانو له لوري ځورول کېدو څخه شکایت کړی او ۱۵ سلنه نورو ویلي چې په زده‌کړه‌يیز چاپېریال کې د ښځینه ښوونکو له اروايي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي.

یوه ګډونواله چې په کاري چاپېریال کې د خپلې ښځینه همکارې له تاوتریخوالي سره مخامخ شوې وايي، د بلې ښځې له لوري ورسره کېدونکی تاوتریخوالی ډېر درد لري. هغه زیاتوي: «ما داسې حالت ولیده چې ان خپل دوښمن ته یې هم نه غواړم. فکر کوم چې یوازې ما سره د بخیلۍ، زما د وړتیا او کوم موقف چې ما درلود او غوښتل یې چې ترلاسه یې کړي، خو دا چې وړتیا یې نه لرله، هڅه یې کوله چې په کاري چاپېریال کې زما شخصیت ته زیان ورسوي.»

د سروې د موندنو پر بنسټ، ۲۵ سلنه ښځو او نجونو ویلي، فکر کوي چې بخیلي او ناسمه سیالي د ښځې پر وړاندې د ښځې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه دي، څلور سلنه په ټولنه کې د نارینتوب فرهنګ دودېدل او جنسیتي نابرابري د دغه تاوتریخوالي ريښه بولي او ۱ سلنه نورې بیا بې‌سوادي، د عامه پوهاوي نه لرل او د خپلو حقونو په اړه ناخبرتیا د ښځې پر وړاندې د ښځې تاوتریخوالي لاملونه بولي.

نادیه وايي: «د کاکا بچیان مې یو ډول عقده‌یان دي، زور ورکوي، بخیلان دي. ګورئ زه په یوه ښه ځای کې دنده لرم، خو د کاکا لور مې نه لري، همدا زور ورکوي، نه یې لورېږي، هر ځای چې کېني، وايي نادیه ښه نجلۍ نه‌ده، چېرته چې کار کوي، خدای خبر هلته کوم کارونه کېږي، ته یې جامو ته ګوره، خلاصه هر څه چې کوم، یوه نیمګړتیا په‌کې هرومرو پیدا کوي، یوازې زما د تخریب لپاره؛ ځکه خپله زما ځای ته نه‌دي را رسېدلي.»

په دې سروې کې له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لارې چارې هم ارزول شوې دي. د ۴۱۲ ګډونوالو له ډلې ۷۸ سلنه هغو ویلي چې په دې اړه باید ښځو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، ۴ سلنه ویلي چې د هلک او نجلۍ ترمنځ نابرابري باید له منځه یووړل شي او ۳ سلنه نورو هم ویلي چې ښځې ته د فردي خپلواکۍ په ورکولو سره کېدای شي چې له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی ورک شي.

په همدې حال کې یوشمېر ټولنپوه‌هان او ارواپوهان د ښځې پر وړاندې د ښځې تاوتریخوالي د سلام‌وطندار سروې ستایي، خو په دې اړه چې ۸۴ سلنه ښځو ویلي چې د نورو ښځو له لوري ورسره تاوتریخوالی شوی، اندېښنه ښيي.

ټولنپوه راشد صدیقي وايي، بې‌سوادي او د خپلو حقونو په اړه د ښځو نه پوهاوی، د ښځې پر وړاندې د ښځې تاوتریخوالي تر ټولو ستر لاملونه دي. د نوموړي په وینا، دا تاوتریخوالی پر ټولنې ډېرې منفي اغېزې کوي او د خلکو ترمنځ باور له منځه وړي.

هغه زیاتوي: «دا خپله د تاوتریخوالي جوهر پیاوړی کوي؛ ځکه موږ یوازې پر ښځه د نارینه تاوتریخوالی نه لرو، بلکې دا ناوړه پدیده د هم‌جنسانو ترمنځ هم کېږي. په کورنیو کې له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالی ډېر دی، په تېره له هغې ښځې سره چې واده کوي او د پلار له کور څخه د خاوند کور ته ځي. موږ باید کورنیو ته عامه پوهاوی ورکړو.»

ارواپوه لیزا حقجو وايي، پر ښځې د ښځې تاوتریخوالي له کبله د کمترۍ حس د ښځو روحي سلامتیا ګواښي او د مخالف جنس د وحشتناک تاوتریخوالي لپاره بستر جوړوي. نوموړې زیاتوي: «کله چې د ښځې نږدې کسان ورسره تاوتریخوالی کوي، هغه د کمترۍ حس کوي. دغه حس یې پر چلن اغېز کوي، عقده‌يي کېږي او دا ټول لامل کېږي چې ښځه له نارینه سره سخته وابستګي پیدا کړي او هغه مهال بیا نارینه ځان ته اجازه ورکوي څرنګه یې چې زړه وي، د ښځې له دې کمزورۍ ګټه واخلي او ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره وکړي.»

بله‌خوا د ښځو حقونو فعالانې وايي، پر ښځې د ښځې تاوتریخوالي زیاتوالی د ښځو حقونو لپاره ټولې مبارزې کمرنګه کړي او ښځې تر بل هر وخته د نارینه له تاوتریخوالي سره مخامخ کړي.

د ښځو حقونو فعاله نجمه فرهمند وايي: «فکر وکړئ یو کور د یوه داسې ځنګل منځ کې دی چې ګڼ‌شمېر وحشي حیوانات لري. که تاسې د خپل کور دروازه کولپ نه کړئ، له شک پرته چې هر ځناور به مو کور ته درځي او زیان به درته رسوي. ښځې هم په حقیقت کې همداسې دي. که یوه ښځه پر بلې ظلم کوي، تهمت یا نورې خبرې پسې کوي، که دا ښځه هر څوک وي، تاسې خپله دا اجازه ورکوئ چې راتلونکي کې هر ځناور راشي او ستاسو پر لور یا تاسې سره همداسې ظلم وکړي او ومو ځوروي.»

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي څارنوالي یوه پخوانۍ څارنواله زهره الیاسي وايي، که څه هم د دغه ریاست څارنوالۍ په ۳۴ ولایتونو کې فعالې وې، خو ښځو به ډېری هغه قضیې ثبتولې چې د نارینه‌وو له لوري ورسره کېدې، خو وروسته به روښانه شوه چې ښځې له ښځې سره تاوتریخوالی کړی دی. هغه زیاتوي: «د تاوتریخوالي مخنیوي قانون یوه تشه هم دا وه چې له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالي په اړه په‌کې هېڅ فقره په پام کې نه وه نیول شوې. په ځینو قضیو کې به حیران وو چې د کومې مادې پر بنسټ، تاوتریخوالی وڅېړو.»

مدافع وکیله نورسما سادات بیا د ښځو د ملاتړو بنسټونو له منځه تلل په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل بولي. هغه وايي، په هغه هېواد کې چې په قضايي سېسټم کې یې د ښځو غږ انعکاس نه‌شي، که ښځه له هر ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شي، قضیه یې نه څېړل کېږي او د تاوتریخوالي کچه هم لوړېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

نوموړې زیاتوي: «که یوه ښځه زده‌کړې وکړي او ښه اقتصادي وضعیت ولري، هېڅکله له بلې ښځې سره تاوتریخوالی نه کوي، خو له بده مرغه اوس هېڅ قانون نشته چې د ښځې ملاتړ وکړي. کله چې خپله حکومت ښځه کمزورې او بېچاره بولي او انساني چلن ورسره نه کوي، عادي خلک خو له شک پرته ورسره تاوتریخوالی کوي.»

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د ټولو انسانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او له ښځې سره د ښځې تاوتریخوالي د کچې لوړېدل د دوی په سیاست پورې اړه نه لري.

نوموړی وايي: «کورنۍ مسوولیت لري چې د ښځو په روزلو کې هڅه وکړي، ټولنیز موضوعات خپل رول لري، اسلامي لارښوونې هم موږ ته را ښيي چې نارینه او ښځه باید یو د بل د ځورولو لامل نه‌شي. اسلامي امارت هم د ادارو، رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته دیني او اخلاقي پوهاوی ورکوي.»

سلام‌وطندار داسې مهال له ښځې سره د ښځې له تاوتریخوالي پرده پورته کوي چې څه موده مخکې یې د یوې بلې سروې له لارې ښودلې وه چې د هرو څلورو ښځو له ډلې چې په سروې کې یې ګډون کړی و، درې یې په افغانستان کې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام