که څه هم ۲۰۲۳ کال کې د افغان مېرمنو د ژوند بېلابېلو اړخونو کې له پرمختګ او پر وړاندې یې د ولاړو ستونزو څخه سترګې نه‌شي پټېدی، خو د روان ۲۰۲۴ کال له پیل سره هم‌مهاله د پرمختګونو پراخېدو او ستونزو هواري ته هیلې ژوندۍ دي.

په دې راپور کې هغو څېړنیزو راپورونو او سروېوو ته ځغلنده نظر کوو چې سلام‌وطندار «سلام افغانستان رسنیزې موسسې» د تېر یوه کال پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو وضعیت او برخلیک په اړه چمتو او خپاره کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان نجونې او ښځې چې د افغانستان سیاسي ټولنې تر سیورو لاندې یې تر بل هر چا غږ نه‌دی اورېدلی شوی، له همدې امله د ټولنې رسالت ته په پام سلام‌وطندار راډیو د ښځو وضعیت ښه‌والي او غږ پورته کولو لپاره بېلابېل راپورونه خپاره کړي.

سلام‌وطندار د ۲۰۲۳ کال پر مهال د ښځو وضعیت په اړه په بېلابېلو برخو کې ۳۰ څېړنیز راپورونه خپاره کړي چې له مخې یې، هېواد کې د سیاسي تحولاتو له امله د دوی د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې کم‌ساری بدلون راستوی دی.

د ښځو پر وړاندې ډېری دغه بدلون د سرپرست حکومت د ورکړل شویو فرمانونو له امله رامنځته شوی، هغه څه چې حکومت یې د ټولنې اصلاح او د اسلامي شریعت اصول بولي.

ورکړل شویو فرمانونو کې د ښځو او نجونو اقتصادي، کاري، رواني، حقوقي-ټولنیز برخو کې شتون محدود شوی چې له کبله یې د کورنۍ ځینې سرپرستې مېرمنې ستونزو سره مخ شوې دي.

په دې څېړنیزو راپورونو کې سلام‌وطندار په ټولییزه توګه ۱۰۲۶ مېرمنو او نجونو، د بېلابېلو برخو ۳۳ کارپوهانو، ۱۷ د ښځو حقونو فعالانو، د سرپرست حکومت د ادارو له ۱۸ مسوولانو او ویاندویانو او د غیرحکومتي بنسټونو له اوو مسوولانو سره مرکې او خبرې کړې دي.

ټولنه کې د ښځو تشه

سلام‌وطندار د ښځو د ژوند وضعیت ارزونې په موخه په خپلو څېړنیزو راپورونو کې له ۲۶ ښځینه مدافع وکیلانو، ۲۰ ښځینه ورزشکارانو، ۱۸د سیمنا ښځینه لوبغاړو، د امن کورونو برخلیک، ۲۴ سینګارګرې، ۱۶ ښځینه نظامیانې، ۳۰ هغه ښځې چې بېلابېلو برخو کې د کار جواز نه‌شي اخیستلی او له دولتي او غیردولتي ادارو ګوښه شوې ۱۳ مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې افغان ښځې له حقوقي او جوړښتونو څخه څنډې ته کولو سره مخ دي.

یادو مېرمنو او نجونو سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې له کار تر ګرځولو وروسته له رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. ځینو دغو ښځې کډوالي ته مخه کړې او ځینې یې بیا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

ښځې او اقتصادي ناورین

افغانستان کې ښځې د شته دودونو له امله بېلابېلو برخو کې ډېر کم تر سترګو کېږي چې پانګونه یې کړې وي او دا مسله د هېواد تاریخ کې رېښې لري چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال ښځو څه نا څه د پانګونې هڅې وکړې او له کوچنیو پانګو نیولې تر کوچنیو کارخونې، خو له تحولاتو وروسته د نورو برخو ترڅنګ دا برخه هم اغېزمنه شوې.

سلام‌وطندار تېر کال له ۲۳ سوداګرو او متشبثو مېرمنو او ۲۱ هغه مېرمنې چې د ښځو لپاره کار کوي په څېړنیزو راپورونو کې د مرکو پر مهال موندلې وه چې ښځې له اقتصادي اړخه له ناورینه ډکه وضعیت کې دي. یادو مېرمنو ټينګار کړی و چې د محدودیتونو له امله یې کارونه خراب شوي او عواید یې هم ورسره کم شوې دي.

تصویر: یو‌شمېر نجونې په یوه کار ځای کې پر انځورګرۍ بوختې دي

ښځې او د مرسته‌کوونکو نه‌پاملرنه

مرستندویه بنسټونه چې د ټولنې اړتیاو ته رسېدنه کوي او سرپرست حکومت هم په یوه ډول دې برخه کې مسوولیت لري، خو سلام‌وطندار کابل کې د لاسي توکو د پلور له ۲۱ مېرمنو، ۲۸ سوالګرو او ۲۲ ماشومانو سره مرکې کړي چې ښيي، ډېری دغو ماشومانو او مېرمنو سره مرستې نه‌دي شوي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې هم نه‌دي شامل شوي. دوی پر سړکونو له کارکولو راګرځول شوي، خو ډېری مېرمنو بیا د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله پر سړک کار کولو ته اړ شوې.

ښځې او تاوتریخوالی

سلام‌وطندار تېر ۲۰۲۳ کال کې د ښځو اړوند تاوتریخوالي په تړاو یوه سروې وکړه چې دې سروې کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې له ۳۲۶  مېرمنو سره مرکې وشوې او وموندل شوه چې له هرو څلورو مرکه شویو مېرمنو، درې هغه یې له تاوتریخوالي سره مخ دي. د سروې ۵۴سلنه ګډونوالو ویلي و چې له رواني تاوتریخوالي سره مخ دي.

ښځې او روغتیا

سلام‌وطندار د روغتیا برخه کې هم د قابلو وضعیت ارزونې په پار یو څېړنیز راپور خپور کړی چې له مخې یې، هېواد کې قابلې د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي. دې راپور کې د هېواد په کچه له ۳۶ قابلو سره مرکې شوې وې چې ښيي روغتیايي امکاناتو، معاش او د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي چې له امله یې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم لنډ شوی دی.


  1. د سلام‌وطندار موندنې؛ بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت د جواز غوښتنې رد شوي
  2. د سلام‌وطندار موندنې؛ د غور حکومتي مامورین له ځمکوالو باج اخلي
  3. د سلام‌وطندار موندنې؛ قابلې د کاري زمینې له کمښت سره مخ دي

همداراز سلام‌وطندار ۱۷ ولایتونو کې د یوې ارزونې له مخې موندلې چې د یادو ولایتونو له ډلې په ۱۳ هغو کې یې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی. د یادو ولایتونو مسوولانو منلې چې ښځو ته روغتیايي خدمتونه، روغتیايي تجهیزات او ښځینه کارکوونکې کمې دي.

ښځې او رسنۍ

د جمهوریت له پرځېدو راوروسته د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې د ښځو شتون محدود شوی، تر هغې چې شمېرې ښيي، رسنیو کې د ښځو شتون په کم‌سارې توګه محدود شوی دی. سلام‌وطندار دې برخه کې هم د ښځو وضعیت ارزولی دی. په دې څېړنیز راپور کې د ۵۵ رسنیو له مسوولانو او ۱۷ خبریالانو سره مرکې کړي چې ۵۵ رسنیو کې د ښځو شتون ۶۶سلنه کم شوی. د دې ارزونې له مخې په ۵۵ رسنیو کې ۸۳۱ مېرمنو کار کاوه چې د سرپرست حکومت په راتلو سره دا شمېر ۲۸۸ ته راښکته شوی دی. د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په رسنیو کې د ښځو شتون ۸۱سلنه او د خبریالانو خوندیتوب کمېټې بیا ۷۰سلنه کمښت ښودلی دی.

ښځې او حقوقي محرویت

افغانستان کې د شته واکمنو دودونو او د ښځو لپاره د ځانګړو حقوقي تګ‌لارو نشتون چې ښځې ترې ګټه واخلي، لامل شوی چې ښځې په حقوقي دعوو او د کورنۍ جوړښت لپاره د پرېکړې کولو برخه کې له محرومیت سره مخ شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

سلام‌وطندار دې برخه کې له شپږو هغو مېرمنو سره چې اولادونه یې ترې اخیستل شوي، ۷۴ کونډو، څلور ښځې چې په جبري توګه او یا په کم عمر کې واده شوي، ۳۰ هغه ښځې چې کورنیو کې له تبیعض سره مخ دي، ۱۹ طلاق شوې، ۱۹ بنې لرونکې مېرمنې او ۱۷ هغه مېرمنې چې د میراث حق نه‌دی ورکړل شوی، مرکې کړي چې ښيي، افغانستان کې د ښځو حقوقي وضعیت د اندېښنې وړ دی او هېڅ بنسټ دې برخه کې مرسته ورسره نه‌ده کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام