په ګران هېواد افغانستان کې هر کال د دولسم ټولګي له فارغانو عمومي ازموینه اخیستل کېږي چې کانکور ورته وايي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۳۷ حوزو (د هر ولایت په مرکز او د بدخشان په څلورو ولسوالیو) کې دا ازموینه د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ازموینو ملي ادارې په تخنیکي مرسته اخیستل کېږي چې ځوانان او پېغلې له همدې لارې د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لاره مومي.
د ازموینې پروسه داسې ده چې د ازموینې هر ګډونوال ته ۱۶۰ پوښتنې ورکول کېږي او دوی خپلو ځوابونو ته په کتو سره پوهنتون، پوهنځی او څانګه غوره کوي. ټولو ګډونوالو ته د څانګو ځانګړي کوډونه چې “کوډ رشته” ورته وایي، سپارل کېږي. د یادونې ده چې د هرې څانګې، پوهنځي او پوهنتون د منل کېدونکو محصلانو د شمېر ځانګړی کوډ او بشپړ معلومات په دې پاڼه کې لیکل شوي وي.
ستونزې:
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د کانکور ازموینه په هماغه پخواني ډول او معیار اخیستل کېږي، که د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا پروسه بدله شوې یا ځینې بدلونونه پهکې راغلي؟ په بله وینا، ایا ا.ا په سږني کانکور ازموینه کې نجونو ته برابر حق ورکړی؟
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
که څه هم د لوړو زدهکړو وزارت څو ورځې وړاندې له ځینو رسنیو سره په مرکو کې یو ځل تایید کړه چې د کانکور ازموینه کې یې ځینې بدلونونه راوستي، خو وروسته یې بېرته خپله خبره واخیسته. زما د معلوماتو پر بنسټ او ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستو او شته سندونو ته په کتو، د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د لوړو زدهکړو وزارت رښتیا هم په دې پروسه کې بدلون راوستی دی. اوس ځینې نورې پوښتنې هم پیدا کېږي چې:
- د کانکور ازموینې په پروسه کې څنګه او څومره بدلون راغلی دی؟
- د نجونو او خویندو په حق کې څنګه د سېسټماټیک ظلم او جفا ته لاره هواره شوې ده؟
- د لوړو زدهکړو وزارت په دغه کار سره د زدهکړو او پوهنتون لوری کومې خوا ته ګرځوي؟ او
- حللارې څه دي؟
ځوابونه او تشرېح:
اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم د نجونو د زدهکړو په برخه کې بېلابېلې ستونزې پیدا او محدودیتونه ولګېدل چې تر ټولو لویه ستونزه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځيو تړل دي او دا ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې ده. د دې تر څنګ، که څه هم تراوسه پوهنتونونه په نسبي ډول پرانېستي دي او د سږ کال کانکور ازموینه کې هم نجونې ازموینه ورکولای شي، خو د لوړو زدهکړو وزارت په کانکور ازموینه کې داسې بدلونونه راوړي چې له افغان نجونو سره د ظلم او جفا ښکارندویي کوي.
سږ کال د کانکور ازموینه له ټاکل شوې مودې نږدې څو میاشتې وروسته اخیستل کېږي او په دې سره د ډېری محصلانو یو کال وخت بېځایه تېر شوی دی. همدارنګه نجونې نهشي کولای په سږني کانکور ازموینه کې په خپله خوښه هر پوهنځی او څانګه چې غواړي، غوره یې کړي. د لوړو زدهکړو وزارت دوی ته محدود پوهنځي او څانګې په نښه کړي، څو له ډلې یې له یوه تر پنځو پورې غوراوی وکړي.
د بېلګې په توګه، نجونې نهشي کولای چې ژورنالېزم، انجینري، ځمکپوهنه، وترنري، کرنیز علوم او ځینې نور پوهنځي او څانګې انتخاب کړي او اړ اېستل شوي چې باید په هماغو مشخصو څانګو کې یو انتخاب ولري، کهنه پایله به یې منفي وي.
دویم او تر ټولو مهم سېسټماټیک ظلم دا دی چې د نجونو انتخاب حوزوي شوی دی؛ یعنې دوی کولای شي چې په یوه مشخص زون کې پوهنتونونه انتخاب کړي او له هغه زون بهر په ټول افغانستان کې د انتخاب حق نه لري؛ لکه: د ختیځو ولایتونو فارغانې کولای شي چې یوازې په ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل کې ځينې پوهنځي او څانګې وټاکي، خو په نورو زونونو کې د انتخاب حق نه لري. په دې مانا چې یادې نجونې په پکتیا، خوست، کندهار، مزار، هرات، کندوز او نورو ولایتونو کې د انتخاب حق نه لري. همدا ډول، د شمال، سوېل، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو فارغانې هم یوازې د خپلو زونونو په اړوندو ولایتونو کې د خپلې خوښي پوهنځي غوره کولای شي. دوی د کابل او له خپل زون نه د باندې پوهنتونونو ته له لارې موندلو محرومې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، د ځینو ولایتونو فارغانې په دې پلمه چې نجونې فارغانې کمې دي، هڅول کېږي چې نږدې ولایت انتخاب کړي، لکه د نورستان ولایت فارغانې نهشي کولای چې نورستان انتخاب کړي. دوی اړ اېستل کېږي چې د ننکرهار، کونړ او لغمان ولایتونو یوه پوهنتون کې انتخاب وکړي.
سره له دې چې د راتلونکي کال لپاره به د ښوونځيو د تړلو له امله ټول هېواد د دولسم ټولګي فارغانې او د کانکور ګډونوالې ونه لري، خو د لوړو زدهکړو وزارت بیا هم له نجونو دا حق اخیستی چې د محدودو پوهنځیو او څانګو تر څنګ، یوازې په خپل زون کې د پوهنتون د انتخاب حق لري.
د لوړو زدهکړو وزارت په دغه کار سره د هېواد د ډېری برخو پېغلې نسبتاً معیاري او مناسبو زدهکړو ته د لارې موندلو نه بېبرخې کړي او هغوی باید یوازې په خپل زون کې زدهکړې وکړي. په دې سره د هغو ګڼشمېر نجونو حق خوړل کېږي چې ښه وړتیا لري، خو دا چې په خپل ولایت او زون کې له دولسم ټولګي فارغې شوي؛ نو باید همالته پوهنتون هم ولولي. د بېلګې په توګه، که یوه نجلۍ په کندهار کې له ښوونځي فارغه وي، ښه وړتیا ولري او د کانکور ازموینه کې هم لوړې نومرې واخلي، د لوړو زدهکړو وزارت د دې پالیسي له کبله نهشي کولای چې د کابل پوهنتونونو ته لاره ومومي. ښکاره ده چې مسوولان په دې سره د یادو نجونو وړتیاوې وژني او په لوی لاس یې د پرمختګ مخه نیسي. دغه کار په راتلونکي کې د زدهکوونکو روحیه کمزورې کوي، په لرې پرتو ولایتونو کې د ښو کدرونو شمېر را کموي او د هغوی د ښه پرمختګ مخه هم نیسي.
د حللارې په توګه دومره ویلی شوو چې د نجونو او خویندو ټول هغه حقوق باید ورکړل شي چې د اسلام مبارک دین ورکړي او که اسلامي امارت رښتیا هم اراده لري، نو په دې برخه کې شته تخنیکي ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حلېدونکې دي.
د کانکور ازموینه؛ ایا نجونو ته برابر حق ورکړل شوی؟
دوکتور نجیبالله حسن
د فاریاب کوچیان د کورونا په اړه پوهاوی نه لري
د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نهلري
د کونړ دانګام؛ پر ګودام بدل شوی ښوونځی
لوږه، تنده او له سپینږیري سره واده؛ د یلدا د ژوند کیسه
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري
د فاریاب ۹۰ سلنه صنعتکارو ښځو خپل کارونه له لاسه ورکړي
ارګ پر يما سیاوش بريد «ترهګریز» وباله
په ګران هېواد افغانستان کې هر کال د دولسم ټولګي له فارغانو عمومي ازموینه اخیستل کېږي چې کانکور ورته وايي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو او ۳۷ حوزو (د هر ولایت په مرکز او د بدخشان په څلورو ولسوالیو) کې دا ازموینه د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ازموینو ملي ادارې په تخنیکي مرسته اخیستل کېږي چې ځوانان او پېغلې له همدې لارې د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لاره مومي.
د ازموینې پروسه داسې ده چې د ازموینې هر ګډونوال ته ۱۶۰ پوښتنې ورکول کېږي او دوی خپلو ځوابونو ته په کتو سره پوهنتون، پوهنځی او څانګه غوره کوي. ټولو ګډونوالو ته د څانګو ځانګړي کوډونه چې “کوډ رشته” ورته وایي، سپارل کېږي. د یادونې ده چې د هرې څانګې، پوهنځي او پوهنتون د منل کېدونکو محصلانو د شمېر ځانګړی کوډ او بشپړ معلومات په دې پاڼه کې لیکل شوي وي.
ستونزې:
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د کانکور ازموینه په هماغه پخواني ډول او معیار اخیستل کېږي، که د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا پروسه بدله شوې یا ځینې بدلونونه پهکې راغلي؟ په بله وینا، ایا ا.ا په سږني کانکور ازموینه کې نجونو ته برابر حق ورکړی؟
سلاموطندار پر فېسبوک وڅارئ
که څه هم د لوړو زدهکړو وزارت څو ورځې وړاندې له ځینو رسنیو سره په مرکو کې یو ځل تایید کړه چې د کانکور ازموینه کې یې ځینې بدلونونه راوستي، خو وروسته یې بېرته خپله خبره واخیسته. زما د معلوماتو پر بنسټ او ولایتونو کې د کانکور ازموینې اخیستو او شته سندونو ته په کتو، د دې پوښتنې ځواب دا دی چې د لوړو زدهکړو وزارت رښتیا هم په دې پروسه کې بدلون راوستی دی. اوس ځینې نورې پوښتنې هم پیدا کېږي چې:
ځوابونه او تشرېح:
اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم د نجونو د زدهکړو په برخه کې بېلابېلې ستونزې پیدا او محدودیتونه ولګېدل چې تر ټولو لویه ستونزه له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځيو تړل دي او دا ستونزې لا هم پر خپل ځای پاتې ده. د دې تر څنګ، که څه هم تراوسه پوهنتونونه په نسبي ډول پرانېستي دي او د سږ کال کانکور ازموینه کې هم نجونې ازموینه ورکولای شي، خو د لوړو زدهکړو وزارت په کانکور ازموینه کې داسې بدلونونه راوړي چې له افغان نجونو سره د ظلم او جفا ښکارندویي کوي.
سږ کال د کانکور ازموینه له ټاکل شوې مودې نږدې څو میاشتې وروسته اخیستل کېږي او په دې سره د ډېری محصلانو یو کال وخت بېځایه تېر شوی دی. همدارنګه نجونې نهشي کولای په سږني کانکور ازموینه کې په خپله خوښه هر پوهنځی او څانګه چې غواړي، غوره یې کړي. د لوړو زدهکړو وزارت دوی ته محدود پوهنځي او څانګې په نښه کړي، څو له ډلې یې له یوه تر پنځو پورې غوراوی وکړي.
د بېلګې په توګه، نجونې نهشي کولای چې ژورنالېزم، انجینري، ځمکپوهنه، وترنري، کرنیز علوم او ځینې نور پوهنځي او څانګې انتخاب کړي او اړ اېستل شوي چې باید په هماغو مشخصو څانګو کې یو انتخاب ولري، کهنه پایله به یې منفي وي.
دویم او تر ټولو مهم سېسټماټیک ظلم دا دی چې د نجونو انتخاب حوزوي شوی دی؛ یعنې دوی کولای شي چې په یوه مشخص زون کې پوهنتونونه انتخاب کړي او له هغه زون بهر په ټول افغانستان کې د انتخاب حق نه لري؛ لکه: د ختیځو ولایتونو فارغانې کولای شي چې یوازې په ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل کې ځينې پوهنځي او څانګې وټاکي، خو په نورو زونونو کې د انتخاب حق نه لري. په دې مانا چې یادې نجونې په پکتیا، خوست، کندهار، مزار، هرات، کندوز او نورو ولایتونو کې د انتخاب حق نه لري. همدا ډول، د شمال، سوېل، لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زونونو فارغانې هم یوازې د خپلو زونونو په اړوندو ولایتونو کې د خپلې خوښي پوهنځي غوره کولای شي. دوی د کابل او له خپل زون نه د باندې پوهنتونونو ته له لارې موندلو محرومې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه، د ځینو ولایتونو فارغانې په دې پلمه چې نجونې فارغانې کمې دي، هڅول کېږي چې نږدې ولایت انتخاب کړي، لکه د نورستان ولایت فارغانې نهشي کولای چې نورستان انتخاب کړي. دوی اړ اېستل کېږي چې د ننکرهار، کونړ او لغمان ولایتونو یوه پوهنتون کې انتخاب وکړي.
سره له دې چې د راتلونکي کال لپاره به د ښوونځيو د تړلو له امله ټول هېواد د دولسم ټولګي فارغانې او د کانکور ګډونوالې ونه لري، خو د لوړو زدهکړو وزارت بیا هم له نجونو دا حق اخیستی چې د محدودو پوهنځیو او څانګو تر څنګ، یوازې په خپل زون کې د پوهنتون د انتخاب حق لري.
د لوړو زدهکړو وزارت په دغه کار سره د هېواد د ډېری برخو پېغلې نسبتاً معیاري او مناسبو زدهکړو ته د لارې موندلو نه بېبرخې کړي او هغوی باید یوازې په خپل زون کې زدهکړې وکړي. په دې سره د هغو ګڼشمېر نجونو حق خوړل کېږي چې ښه وړتیا لري، خو دا چې په خپل ولایت او زون کې له دولسم ټولګي فارغې شوي؛ نو باید همالته پوهنتون هم ولولي. د بېلګې په توګه، که یوه نجلۍ په کندهار کې له ښوونځي فارغه وي، ښه وړتیا ولري او د کانکور ازموینه کې هم لوړې نومرې واخلي، د لوړو زدهکړو وزارت د دې پالیسي له کبله نهشي کولای چې د کابل پوهنتونونو ته لاره ومومي. ښکاره ده چې مسوولان په دې سره د یادو نجونو وړتیاوې وژني او په لوی لاس یې د پرمختګ مخه نیسي. دغه کار په راتلونکي کې د زدهکوونکو روحیه کمزورې کوي، په لرې پرتو ولایتونو کې د ښو کدرونو شمېر را کموي او د هغوی د ښه پرمختګ مخه هم نیسي.
د حللارې په توګه دومره ویلی شوو چې د نجونو او خویندو ټول هغه حقوق باید ورکړل شي چې د اسلام مبارک دین ورکړي او که اسلامي امارت رښتیا هم اراده لري، نو په دې برخه کې شته تخنیکي ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حلېدونکې دي.
پدې خبر پورې اړوند:
— سبا په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه پیلېږي
— د ۱۴۰۰کال د کانکور پایلې؛ له کابل څخه یوه نجلۍ اول نمره شوې
— سږکال د کانکور ازموینه په یوه پړاو کې اخیستل کېږي
کلیدواژهها: ازموینه // حق // کانکور // ولایت // زون // پوهنځي // پوهنتونونه // نجونې
تحلیل و گزارش
د کانکور ازموینه؛ ایا نجونو ته برابر حق ورکړل شوی؟
حنفي: د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي
شنونکي: د ا.ا کورنی سیاست د دوی د بهرني سیاست د ناکامېدو لامل شوی
ایپياېل کې نن چینای له لکناو سره لوبه کوي
هلمند کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوي
پاکستان کې سېلابونه؛ بهرنیوچارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې
خوست کې ۱۳۵۰ کارټنه تاریخ تیري خوراکي توکي نیول شوي
لوګر کې سېلابونو د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړې
د پاکستان پوځ: له افغانستان دغه هېواد ته تلونکي وسلهوال مو وژلي
د سلاموطندار موندنې؛ مطالعې ته د نجونو «انګېزه» کمه شوې
هرات کې ډاکټرانې: ۷۵سلنه کلیوالې ښځې د «تخمدان کیست» پر ناروغۍ اخته دي
سږکال د کانکور ازموینه په یوه پړاو کې اخیستل کېږي
د بښنې سازمان: د کابل پوهنتون له لیلیې د نجونو زدهکړیالانو شړل د اندېښنې وړ دي
د کورونا دویمې څپې د هېواد پوهنتونونه رخصت کړل
یوناما د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه له ا.ا سره خبرې کړي
خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:
فیسبوک
توییتر
تلگرام