د ازموینو ملي ادارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۰کال د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغې ادارې د اعلان له مخې، سږکال له کابل څخه د سلګۍ ولد موسی خان په نوم یوه ښځينه زده کوونکې د ۳۵۲.۵۷۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوې ده. هغه په کابل کې د محمداکبر خان پامیر له ښوونځي څخه فارغه شوې.

په همدې لړ کې احسام‌الدین له کابل څخه د ۳۵۲.۵۳۳ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او ثناء‌الله هم له کابل څخه د ۳۵۰.۸۰۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د سږني کانکور درېیم ځای خپل کړی دی.

په همدې حال کې د ازموینو ملي ادارې د اعلان پر بنسټ، صدام له کابل څخه د ۳۴۹.۴۸۳ نمرو، ارشاد د ۳۴۷.۷۸ نمرو او محمد منصور د ۳۴۷.۵۶۲ نمرو په ترلاسه کولو سره له څلورم تر شپږمه پورې مقامونه ترلاسه کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ازموینو ملي ادارې مسوولان د ۱۴۰۰کال کانکور ازموینې د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې په دغه ازموینه له ټول هېواد څخه ۱۹۷زره او ۹۲۹کسانو ګډون کړی وو چې له ډلې یې ۶۸زره او ۹۳۰ کسان لوړو‌ زده‌کړو ته بریالي شوي دي.

تېر کال هم د شمسیه علي‌زاده په نوم یوې نجلۍ د کانکور ازموینې لومړی مقام ترلاسه کړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام