د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټر‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې او اوس افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلی چې پرېکړه وکړي او د هېواد راتلونکې په خپلو لاسونو جوړه کړي.

هغه لیکلي چې طالبان اوس له یوې ازموینې سره مخ دي. نوموړي د پوښتنې په توګه لیکلي چې ایا طالبان به په دې بریالي شي چې هېواد د پرمختګ او بریا پر لور بوځي، داسې یوه راتلونکې چې ټول افغانان پکې خپلو وړتیاو ته لاسرسی ولري؟ ایا افغانستان کولای شي چې خپلې ښکلاوې، بېلابېل فرهنګونه، تاریخ او دودونه نړۍ‌ ته وروښايي.؟

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خلیل‌زاد زیاته کړې چې افغانان به اوس د خپلې بشپړې خپلواکۍ ته د رسېدو لپاره لار وټاکي او لاس ته راغلي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شي، جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي لیکلي: «د امریکا او افغانانو دې اوږدې جګړې دوی له ښه او بد وضعیت سره مخ کړل. د افغانستان وتلي بچي رومي په خبره: «دغه لار ستا ده او یوازې ستا ده. نور ښايي له تاسو سره پر دې لار لاړ شي، خو هېڅوک به دغه لار ستا لپاره ونه وهي. امریکا او افغانان هر یو به خپله لار ونیسي او خپله لار به ووهي.»

بل‌خوا د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنټ‌مکنزي د دغه هېواد په دفاع وزارت کې یوې خبري غونډې ته تایید کړه چې امریکا له افغانستان څخه خپل د وتلو بهیر بشپړ کړی او د امریکا وروستۍ الوتکې بېګاه شپه له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې چې ورسره په دغه هېواد کې د دوی ماموریت پای ته رسېدلی.



هغه ویلي، کله چې ماموریت پیل شو داسې انګېرل کېده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به ځواکمن وي او د دې وړتیا به ولري چې د څو اوونیو په ترڅ کې د پلازمېنې امنیت خوندي او پرغاړه واخلي، خو داسې ونه شول او یوه ورځ وروسته طالبانو د پلازمېنې کنټرول په لاس کې واخیست.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د اګسټ له ۱۵مې تراوسه نږدې ۱۲۳زره ملکیان له افغانستان څخه اېستل شوي چې ۶۰۰۰ یې امریکایان وو.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر د بشپړېدو له اعلان وروسته ویلي، له بهرنیو چارو وزیر څخه یې غوښتي چې د خپلو نړۍ‌والو شریکانو سره په همغږۍ کې د امریکایانو او د هغوی افغان همکارانو د خوندي اېستلو څخه ډاډ ترلاسه کړي.

جو بایډن ژمنه کړې چې نن به امریکایانو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د نه غځولو په اړه خپل دلیلونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو لسیزو کې نږدې ۲۴۶۱پوځي او ملکي امریکایان په افغانستان کې ووژل شول او څه باندې ۲۰۰۰۰ امریکایان ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام