امریکایي رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې وروسته له ۲۰کلونو امریکایي او ناټو ځواکونو د بګرام هوایي اډه افغان پوځي چارواکو ته ورسپارلې او له دغه مرکز څخه په بشپړه توګه وتلي دي. دغه اډه په افغانستان که د امریکایي ځواکونو تر ټولو لوی مرکز و او په تېرو دوو لسیزو کې د دغه هېواد د حضور پر مهال ۱۰۰زره امریکایي سرتیري پکې هم دېره وو.

له بګرام پوځي اډې د امریکایي سرتېرو وتلو سره له افغانستان څخه د دغه هېواد په بشپړه توګه د وتلو لړۍ په نېږدې کېدو ده. امریکا او ملګرو هېوادونو یې اعلان کړی چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې به له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي، هغه بهیر چې لا له وړاندې پیل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو سره هم‌‌مهاله، په هېواد کې دننه تاوتریخوالی او جګړې ډېرې شوي چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونه او وسله‌وال طالبان په سختو نښتو بوخت دي.

یوه امریکایي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته، له بګرام اډې د امریکايي پوځیانو د وتلو خبر تاییید کړی دی. دغه چارواکي افغان امنیتي ځواکونو ته د بګرام پوځي اډې د ورسپارلو د نېټې په اړه څه نه دي ویلي.



بل‌خوا اسوشیټډپرس خبري اژانس د دوو امریکایي پوځي چارواکو له خولې ویلي چې د بګرام پوځي اډه افغان امنیتي ځواکونو ته ورسپارل شوې ده. دغو دو پوځي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اجازه یې نه درلوده چې دغه خبر له رسنیو سره شریک کړي.

په همدې حال کې په دفاع وزارت کې یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د بګرام پوځي اډې مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام