د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره د دغه وزارت نوي ځانګړي استازي توماس وسټ، اسیا او اروپا ته خپل لومړی سفر پیل کړی دی. بلینکن د وسټ د سفر له پیل وړاندې هغه سره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیکلي، د توماس وسټ لومړی سفیر به د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته وي، چېرته چې نوموړی به د امریکا له متحدانو سره د افغانستان د مسایلو په اړه سلا مشورې وکړي. توماس وسټ هم په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې په خپل دغه سفر کې به د امریکا له شریکانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

توماس وسټ د افغانستان وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر اغېزمنې همکاري ټينګار کړی دی. وسټ لیکلي، « ویاړم چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازي په توګه دنده ترسره کړم. زه به د امریکا حیاتي ګټې خوندي او له افغانانو ملاتړ وکړم.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

توماس وسټ د زلمي خلیل‌زاد پرځای د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. خلیل‌زاد د تلې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې له خپلې دندې استعفا وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام