Asset 1SWN

سلام وطندار

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د روسیې بهرنیوچارو وزیر چین ته تللی

سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سرګي لاوروف د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

روسي رسنیو نن سه‌شنبه اپرېل ۱۴مه، راپور ورکړی چې لاوروف په پلازمېنه بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره لیدلي دي. دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر مهمو نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لیدنه کې به د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ روان کړکېچ هم د بحث مهم ټکي وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


له دې مخکې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د متحده ایالات او ایران ترمنځ د اوربند ملاتړ کوي. دغه وزارت ټینګار کړی چې دواړه لوري باید یوې هوکړې ته ورسېږي، څو په منځني ختیځ کې ثبات تامین شي.

چین همداراز ویلي چې د سیمه‌ییز ثبات او سولې لپاره ډیپلوماتیکې هڅې باید دوام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام