هلمند او کندهار کې د ۲۵میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او پلې شوې

د هلمند د ګرمسیر ولسوالي د ځنځیر په سیمه کې د یونېسف په مالي ملاتړ یو نوی ښوونځی جوړ او په رسمي توګه د زده‌کوونکو پرمخ پرانېستل شوی دی.

د مسوولانو په وینا، دا ښوونځی د تېرکال په اوږدو کې په دغه ولایت کې د جوړو شویو ۲۳ ښوونځیو له ډلې څخه دی چې د سلګونو ښځینه او نارینه زده‌کوونکو لپاره به د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابر کړي.

خوست کې پر ۱۹زره جريبه ځمکه غوړ‌لرونکي نباتات کرل کېږي

د خوست ولايت مقام څخه نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد ولایت په ګډون د هېواد په پنځلس ولایتونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېل (غوړ) لرونکو نباتاتو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د تثبیت او سروې پروسه په منظم، او تخنیکي ډول روانه ده.

هند افغانستان ته د توبرکلوز ۱۳ ټُنه واکسین رالېږلی

د هند حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د توبرکلوز (سل) ناروغۍ مخنیوي لپاره ۱۳ ټنه واکسین لېږلی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.

پنجشېر کې د ۱۷ ډوله قیمتي ډبرو د استخراج جوازونو وېش پیل شو

په پنجشېر کې د ۱۷ ډوله قیمتي ډبرو د استخراج د جوازونو وېش بهیر د کانونو او پټرولیم وزارت او د دې ولایت د کانونو ریاست په همغږۍ پیل شوی دی.

دا پروګرام هغه کانونه رانغاړي چې په ۷ ولسوالیو کې تثبیت شوي او د مسوولانو په وینا، د اقتصادي ودې او عوایدو زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي.

لبنان کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی او درې ټپیان دي

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې یو سرتېری یې له حزب‌الله سره په نښتو کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د اسراییل پوځ نن سه‌شنبه (اپرېل ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د لبنان سوېل کې د جګړې پرمهال وژل شوی او ټپیان شوي دي.

فراه کې څه باندې څلور میلیونه مترمربع ځمکه شنوخونو ته ځانګړې شوې

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې ۴ میلیونه او ۴۹۲زره متر مربع ځمکه په دې ولایت کې شنوخونو ته ځانګړې شوې ده.

د دې ادارې د کرنې متخصص، توریالي نوري سلام‌وطندار ته ویلي چې د روان کال په لومړي فصل کې به له دغو شنوخونو څخه څه باندې ۸۹زره او ۸۴۸ ټنه سابه راټول شي چې دا د تېرکال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د منځني ختیځ کړکېچ؛ د روسیې بهرنیوچارو وزیر چین ته تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سرګي لاوروف د منځني ختیځ د وروستیو تحولاتو په اړه د خبرو لپاره چین ته تللی دی.

روسي رسنیو نن سه‌شنبه اپرېل ۱۴مه، راپور ورکړی چې لاوروف په پلازمېنه بیجینګ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره لیدلي دي. دواړه مشران به د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر مهمو نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.