د هلمند د ګرمسیر ولسوالي د ځنځیر په سیمه کې د یونېسف په مالي ملاتړ یو نوی ښوونځی جوړ او په رسمي توګه د زدهکوونکو پرمخ پرانېستل شوی دی.
د مسوولانو په وینا، دا ښوونځی د تېرکال په اوږدو کې په دغه ولایت کې د جوړو شویو ۲۳ ښوونځیو له ډلې څخه دی چې د سلګونو ښځینه او نارینه زدهکوونکو لپاره به د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر کړي.
د همکارې موسسې اړوند مسوول کریمالله وایي، دا ښوونځی د شاوخوا نهه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې شپږ درسي خونې، د احاطې دیوال، د ښوونکو اداري خونه، څلور تشنابونه او نور اړین تاسیسات لري.
د هلمند د پوهنې رییس محمدعوض انصاري زدهکړه د ټولنې د پرمختګ بنسټ بولي او زیاتوي چې تعلیم کولای شي د ژوند په بېلابېلو برخو کې ستر بدلونونه رامنځته کړي.
هغه وویل: «زدهکړه هغه څه ده چې په مرسته یې یو فرد کولای شي لوی کارونه او مهم ماموریتونه ترسره کړي.»
د سیمې اوسېدونکي هم د دغه ښوونځي له جوړېدو خوښ دي او وایي چې دا به د ماشومانو لپاره د زدهکړې چاپېریال لاښه کړي. د ګرمسېر اوسېدونکي عطاالله وايي: «موږ ډېر خوشحاله یو، مخکې زموږ ماشومان په خلاصه فضا کې، د سختو هوايي شرایطو لاندې زدهکړه کوله، خو اوس به ورته مناسب درسي چاپېریال برابر شي.»
د یادې ولسوالي یو بل اوسېدونکی امینالله وايي: «بیخي ډېر ورته خوشحاله یوو، پخوا تر دې زموږ ماشومان په کرایه کورونو کې اوسیدل ، زده کړه ایز چاپیریال یې ناسم وو، اوس خو هر څه شو.»
بلخوا کندهار ښار کې د ښاروالي له لوري د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوڅو د کانکریټ کولو، چریو او سلبونو جوړولو پروژې پیل شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چارواکو په وینا، دا پروژې به په راتلونکو دوه نیمو میاشتو کې بشپړې شي چې موخه یې د ښاري زیربناوو پیاوړتیا او د خلکو د ژوند اسانتیاوې دي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم وایي، دا پروژې نه یوازې د ښاري ستونزو په کمولو کې مرسته کوي، بلکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابروي. هغه وویل: «د دې پروژو په عملي کېدو سره به خلک د تګ راتګ له ستونزو، دوړو او خټو خلاص شي، او په ورته وخت کې به ګڼ شمېر کسانو ته د کار فرصتونه برابر شي.»
کارکوونکي هم دا ډول پروژې د خپل ژوند او عاید لپاره مهمې بولي. کارګر صدیقالله او جانان وایي: «کله چې دا ډول پروژې پیل شي، موږ ته د کار زمینه برابریږي او کولای شو د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړو.»
د کندهار یوشمېر اوسېدونکي هم د دغو رغنیزو چارو هرکلی کوي. د ښار اوسېدونکی منصور وایي: «د کوڅو جوړېدل زموږ ډېرې ستونزې حلوي. مخکې به مو له خټو او دوړو سره ژوند کاوه، اوس به حالت ښه شي.»
سره له دې پرمختګونو، لاهم د هلمند په لرو پرتو سیمو کې د زدهکړې اسانتیاوې محدودې دي او د کندهار اوسېدونکي د ورته نورو پراختیایي پروژو د دوام غوښتنه کوي، څو د خلکو د ژوند کیفیت لا نور هم ښه شي.


