په پنجشېر کې د ۱۷ ډوله قیمتي ډبرو د استخراج د جوازونو وېش بهیر د کانونو او پټرولیم وزارت او د دې ولایت د کانونو ریاست په همغږۍ پیل شوی دی.
دا پروګرام هغه کانونه رانغاړي چې په ۷ ولسوالیو کې تثبیت شوي او د مسوولانو په وینا، د اقتصادي ودې او عوایدو زیاتوالي لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د پنجشېر د والي ویاند، سیفالدین لتون ویلي چې په دغو جوازونو کې د ۱۷ ډوله قیمتي ډبرو استخراج شامل دی چی له ډلې یې، یاقوت، بیروج، اکومارین، ګرین ګارنېټ، امترین، کریستال، سیتیرین، اونتورین، پراسولیت، کوارتز چشم شاهین، کلسیدوني، عقیق، تورمالین، میکروکلین او مونستون شامل دي.
دغه کانونه د عنابه، رخه، ابشار، دره، حصه اول، پریان او بازارک ولسوالیو کې تثبیت شوي او ټاکل شوې چې د جوازونو تر وېش وروسته به عملي استخراج پیل شي.
د نوموړي په وینا، د پنجشېر مشرتابه دا اقدام د خپلو لویو اقتصادي پروګرامونو برخه بولي او ټینګار کوي چې د کانونو پراختیا به د سلګونو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي او د سیمې عواید به لوړ کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د کانونو ریاست مسوولان وایي چې سوداګر او پانګهوال د جوازونو ترلاسه کولو ته زیاته لېوالتیا لري او ډاډ ورکوي چې د وېش بهیر په شفاف ډول روان دی.
د تخنیکي معلوماتو له مخې، دغه کانونه تېرکال د متخصصو ټیمونو لهخوا د پنجشېر په مرکز او ۷ ولسوالیو کې تثبیت شوي وو او اوس د استخراج مرحلې ته داخل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پنجشېر د قیمتي ډبرو، په ځانګړې توګه د زمردو له پلوه بډایه ولایت ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې استخراج په څرګند ډول زیات شوی دی. تمه ده چې د نوو جوازونو له وېش سره به د استخراج کچه، د کار فرصتونه او عواید نور هم لوړ شي.