افغانستان کې د اختر په رانږدې کېدو سره ډېری افغان مېندې او مېرمنې د کور پر پاکولو لګیا کېږي چې دغه چاره اومېندواره مېرمنو ته ګواښونکې کېدای شي.
ډاکټران وايي، دارنه کارونه او له دمې پرته د درنو توکو او څېزونو پورته کول، اومېندواره مېرمنو او د دوی ماشوم ته جدي پایلې لرلی شي.
د ډاکترانو په وینا، اومېندواري کې درانه کارونه او د درنو شیانو پورته کول کولی شي د جنین د ودې د ځنډ، سقط، د وینې د فشار ټیټېدو، د بندونو دردونو، ملادرد، د ملا د ډیسک ستونزو او ان د وخت نه مخکې زېږون لامل شي.
د نسایي او ولادي برخې متخصصه، زرغونه محبت ټینګار کوي چې ښځې باید د اومیندواري له تثبیت کېدو څخه تر زېږون پورې د درنو کارونو او کورني سخت کار، په ځانګړي ډول د درنو وزنونو له پورته کولو څخه ډډه وکړي.
هغې وویل چې د اومیندوارۍ په لومړیو اوونیو کې هم درانه شیان پورته کول د سقط خطر زیاتوي: «درانه شیان ان که دوه یا درې اوونۍ هم د اومیندوارۍ تېرې شوې وي، باید پورته نه شي. ښځې باید د خپل ځان او هغه جنین خیال وساتي چې په رحم کې یې دی. هغه ستونزې چې امیندواره ښځو ته پیدا کېږي، ځینې وختونه جبران نه لري او ان د رحم په دننه کې د جنین د مړینې سبب کېدای شي. نو ځکه سپارښتنه کېږي چې د سختو کورنیو کارونو پر مهال ډېر احتیاط وشي.»
د نسایي او ولادي برخې متخصصه عابده رها په اومیندوارۍ کې درانه کارونه د سقط جنین له مهمو عواملو څخه ګڼي او وایي چې دغه ډول کارونه کولی شي د جنین د ودې درېدل او ان د ماشوم د مړ پیدا کېدو لامل هم شي.
هغې وویل: «تر ټولو زیات خطر د اومیندوارۍ په لومړیو درېو میاشتو کې وي. ترسره شوې څېړنې ښيي چې د جنین د مړینې له لاملونو څخه یو هم د مور له لوري د ډېر او درنو کارونو ترسره کول دي، چې له امله یې د ماشوم وده سمه نه ترسره کېږي او د جنین د مړینې سبب ګرځي. په ځینو کتابونو کې حتا ۲۴ سلنه سقطونه د درنو کارونو له امله بلل شوي او ۱۵ سلنه د وخت نه مخکې زېږونونه هم له همدې امله رامنځته کېږي.»
په همدې حال کې د اورتوپیدي متخصصان هم په اومیندوارۍ کې د درنو کارونو له منفي اغېزو خبرداری ورکوي او وایي چې دا کارونه د بندونو او عضلاتو درد، ملادرد، پر زنګنونو فشار او د عضلاتو کشکېدو لامل کېدای شي.
د اورتوپیدي متخصص ډاکټر فواد عمر وایي: «درانه کارونه د اومیندواره ښځو لپاره خطرناک کېدای شي. د اومیندوارۍ پرمهال د زیات وزن پورته کول هم د مور او هم د جنین لپاره خطر لري. که ډېر خم او راست کېږي یا درانه وزنونه پورته کوي، د کمر او بندونو درد پیدا کېدای شي. که دا درد دوام وکړي، شاوخوا ۵۰ سلنه امکان لري چې د ملا د ډیسک سبب شي. بل دا چې پر رحم فشار راځي، او کله چې پر رحم او نس فشار زیات شي، په ځانګړي ډول په لومړیو درېو میاشتو کې، امکان لري چې سقط رامنځته شي او همدارنګه د وخت نه مخکې زېږون پېښېدلی شي.»
سره له دې، د کور پاکول او کورنۍ تیاري د هېوادونو په کلتور کې د اختر لپاره د چمتووالي یوه برخه ګڼل کېږي. ښځې د اختر په نږدېکېدو سره بېوقفې او د درنو شیانو په پورته کولو سره هڅه کوي چې دا دود وکړي؛ هغه موضوع چې اومیندواره ښځې له جدي ستونزو سره مخ کولی شي.
۳۳کلنه زرینه د کندوز اوسېدونکې ده. هغه وایي، که څه هم اووه میاشتې اومیندواره ده، خو د کور د پاکولو د پرلهپسې کار له امله ځان ډېر کمزوری او ستړی احساسوي.
هغې په دې اړه وویل: «وقفه نه اخلم د کور په کار کې، که وقفه واخلم یو یا دوه ساعته ډېر نه لګوو، بیا پرلهپسې کار کوم. د بدن درد، د پښو درد، د کمر درد او د لاسونو درد مې کېږي، حتا فشار مې هم ټیټېږي. د ماشوم حرکت هم کله کله ډېر زیات شي، له هغه وخته چې ډېر کار کوم.»
۳۴کلنه شبنم رحمتي د کابل اوسېدونکې ده او د پنځو میاشتو اومېندواره ده. هغه وایي، د اختر نه مخکې د کورنۍ پاکولو دروند فشار د هغې لپاره د ستړیا، ملادرد، بدني ستونزو او د خوب د ګډوډۍ لامل شوی دی.
هغې وویل: «د کور کارونه، د فرشونو مینځل او د نورو وسایلو پاکول مې کمر درد او د پښو درد پیدا کړی. مخکې هم داسې وم او اوس هم ډېر کمزورې احساس کوم. کار سخت دی، د ورځې ډېر کار کوم او د شپې د درد له امله خوب نه لرم. ځان سره احساسوم چې د ماشوم حرکت هم هغسې نه دی لکه مخکې.»
۴۰کلنه خدیجه د پروان اوسېدونکې ده. هغه وایي چې د اختر په نږدېکېدو سره د کور کارونه زیات شوي او هغه د اومیندوارۍ او سختې ستړیا سره سره مجبوره ده، بېوقفې کورني کارونه وکړي. هغه زیاتوي چې نارینه د بهرنیو کارونو او کرنې له امله د کور په کارونو کې برخه نه شي اخیستلی، نو د کور زیات درانه مسوولیتونه د ښځو او نجونو پر اوږو وي.
هغې وویل: «څلور میاشتې اومیندواره یم. نن مو د کور کار لومړۍ ورځ پیل کړه. وقفه نه اخلو چې کار ژر خلاص شي. د بدن درد، د کمر درد او ستړیا لرم. اوس مو د جامو مینځل خلاص کړل، ډېر ستړې یم. نارینه د کرهڼې په کارونو بوخت دي، وخت نه لري چې په کور کې مرسته وکړي.»
متخصص ډاکټران د درنو کارونو او د اومیندواره ښځو ترمنځ د ملا ډیسک د ستونزو د مخنیوي لپاره یوشمېر سپارښتنې کوي او وايي، د ۱۰ کیلوګرامو څخه د زیات وزن نه پورته کول، د ۳۰ څخه تر ۴۰ دقیقو پورې استراحت، د کار پرمهال د کمربند کارول، او سالمه تغذیه هغه څه بولي چې اومېندواره مېرمنې یې، باید وکړي.