د اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې پاکستان وړاندیز کړی، څو د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو دې په پلازمېنه اسلاماباد کې ترسره شي.
د راپور له مخې، دا خبرې به په راتلونکو ورځو کې، د اوربند له پای ته رسېدو مخکې ترسره شي.
یاد اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي، دا وړاندیز به د دواړو لورو په غوښتنې پورې تړلی وي، که هغوی بل ځای غوره کړي، نو ممکن د خبرو ځای بدل شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، پاکستان هڅه کوي چې د منځګړیتوب له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو بهیر ته اسانتیا برابره کړي، څو سیمهییز ثبات پیاوړی شي.