Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان له ایران او امریکا اوربند ته د ژمن پاتې‌کېدو غوښتنه کړې

pakistan-to-implement-interest-free-banking-system-as-soon-as-possible-finance-minister-ishaq-dar

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحاق دار په یوه بیان کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه ویلي چې اړینه ده دواړه لوري د اوربند په تړاو پر خپلې ژمنې ټینګ پاتې شي.

هغه وویل: «موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به د مثبتې فضا په دوام سره کار وکړي، څو د ټولې سیمې او له هغې هاخوا لپاره دوامداره سوله او ثبات رامنځته شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دار زیاته کړه چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې هم د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو او خبرو اسانتیا لپاره خپله ونډه جاري وساتي.

نوموړي همداراز د دواړو لورو څخه مننه وکړه چې د پاکستان هڅې یې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره ستایلي او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه لوري به د دوامدارې سولې لپاره خپل مثبت دریځ وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام