د هند حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته یې د توبرکلوز (سل) ناروغۍ مخنیوي لپاره ۱۳ ټنه واکسین لېږلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جېسوال، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې ده.
د هغه په وینا، دا واکسینونه به د ماشومانو د واکسین پروګرام پیاوړی کړي او د توبرکلوز ناروغۍ پر وړاندې به د مبارزې هڅې زیاتې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هند تېرکال هم څو ځله افغانستان ته روغتیايي مرستې برابرې کړې دي.
بلخوا د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، هند ته د سفر پرمهال له دې هېواد څخه د افغانستان د روغتیا سکتور د پیاوړتیا لپاره د لازیاتو همکاریو غوښتنه کړې وه.