حزب‌الله په لبنان کې پر اسراییلي ځواکونو بریدونه کړي

دې ډلې په ټیلیګرام کې په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي چې د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۹ بجې یې د وادي الحُجیر سیمې په څنډو کې د اسراییلي سرتېرو پر یوه ځای د راکټونو برید کړی دی. وادي الحُجیر د صور ښار ختیځ لور ته، د لیتاني سیند ته نږدې پرته سیمه ده.

عباس عراقچي: سیمه کې د امریکا اډې د برید مشروع هدفونه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران پروړاندې هر ډول برید په ځواب کې به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې «مشروع هدفونه» وګڼل شي.

د ایران دولتي رسنیو (IRIBد عراقچي له قوله ویلي چې د یوه لوی نړیوال ځواک پر وړاندې چې د اټومي وسلو درلودونکی دی، د ۴۰ ورځو لپاره درېدل «کوچنی کار نه دی» او په وینا یې، نړۍ د ایران د ملت اصلي ځواک درک کړی دی.

ګوټرېش د اسراییل او لبنان ترمنځ له اعلان شوي اوربند هرکلی کړی

 د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند له اعلان هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د کړکېچ د کمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

ګوټرېش نن جمعه (جون پنځمه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ملګري ملتونه د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې هدف یې د جګړو پای ته رسول او د ملکي وګړو د رنځ کمول دي.

سږکال به هلمند کې ۵۶۶زره او ۸۲۰ ټنه د غنمو حاصلات ترلاسه شي

د هېواد په سوېل کې پروت هلمندد پراخې جغرافیې، مناسب اقلیم او د پرېمانه اوبیزو سرچینو له امله د غلودانو، په ځانګړي ډول د غنمو د کرکېلې لپاره مناسب چاپېریال لري.

د روان کال د کرنیزو ارزونو له مخې، په دغه ولایت کې د غنمو تولید د تېرکال په پرتله د پام وړ لوړ شوی چې تمه ده د ولایتي اړتیاوو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم د غنمو د لېږد کچه زیاته کړي.

ټرمپ: ایران د ونزویلا په څېر نه‌دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران د غني شوي یورانیم ترلاسه کول د وینزویلا د ولسمشر نېکولاس مادورو د نیولو د عملیاتو په څېر چټک او اسانه نه دي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې په ونزویلا کې عملیات یوازې په څو دقیقو کې وشول، خو د ایران له اټومي تاسیساتو څخه د غني شوي یورانیم راایستل به، څو اوونۍ وخت او پراخو تخنیکي وسایلو ته اړتیا ولري.

حزب‌الله د اسراییل او لبنان د اوربند طرحه رد کړه

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند وړاندیز د حزب‌الله له لوري رد شوی دی.

د راپور له مخې، د حزب‌الله مشر نعیم قاسم د اسراییل او لبنان ترمنځ روانې خبرې «شرمناکې» بللې او د اوربند له طرحې سره یې مخالفت څرګند کړی دی.

استقلال روغتون؛ د کابل اوسېدونکي: امکانات کم او ډاکټران ناسم چلند کوي

یوشمېر ناروغ‌لرونکي چې د شپې له‌خوا په کابل کې استقلال روغتون ته مراجعه کوي، سلام‌وطندار ته وایي چې د ډاکټرانو کمښت، د تشو بسترو نشتوالی او ناروغ ته د رسېدنې د ځنډ له ستونزو سره مخ کېږي.

دوی د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په ځینو مواردو کې ان بیړني ناروغان هم پر وخت نه منل کېږي.

کندوز کې اومېندواره مېرمنې: لاسونه او پښې مو پړسېږي

د اومېندوارۍ پرمهال د مېرمنو د بدن پړسوب له یوې لویې ننګونې شمېرل کېږي چې دغه ستونزه د اومېندوارۍ د منځنیو میاشتو پر وخت پیلېږي او اتمه او نهمه میاشت کې جدي پړوا ته رسي.

روغتیايي متخصصان وایي، د اومېندوارۍ پرمهال پړسوب (ورم) د هورموني بدلونونو او د رحم له لوري پر رګونو د فشار له امله رامنځته کېږي چې په پایله کې یې د بدن په ښکته برخو کې مایعات راټولېږي.

نتنیاهو ایران ته: له اور سره لوبې کوئ

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تهران «له اور سره لوبې کوي». نوموړي دا څرګندونې نن چهارشنبه، جون څلورمه، له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نتنیاهو زیاته کړې چې ایران د امریکا د ولسمشر له دریځ څخه خبر دی او پوهېږي چې که اړتیا پېښه شي، واشنګټن کولای شي په پراخه کچه پوځي عملیات بېرته پیل کړي.

پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې ۹۵۰۰ فلسطینیان ورک شوي

د بشري حقونو یوې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهیسې پر غزې د اسراییلو د جګړې له پیل وروسته، په غزې تړانګه کې له ۹۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان ورک شوي دي.

په غزه کې مېشتې د بشري حقونو ادارې «الضمیر» د راپور له مخې، په ورکو شویو کسانو کې شاوخوا ۴۷۰۰ ښځې او ماشومان شامل دي.

کوڅه کې فاضلاب؛ د کونړ دیوګل کې ماشومان پر ناروغیو اخته کېږي

د کونړ د څوکۍ ولسوالي د ديوګل درې یوشمېر اوسېدونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، دغه دره کې یوشمېر کورنۍ د خپلو کورونو چټلې اوبه عمومي ځایونو او لارو ته خوشې کوي چې له امله یې د دوی په ځانګړي ډول د ماشومانو روغتیا له خطر سره مخ کړې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چټلو اوبو بد بوۍ او ککړ چاپېریال د خلکو ورځنی ژوند ور ستونزمن کړی.

کور کې د ښځو د پوښښ انتخاب؛ شریعت څه وايي؟

که څه هم دیني عالمان وايي چې په کورونو کې هم مېرمنې باید حجاب وکړي او د نامحرم نشتوالي پرمهال د کور چاپېریال کې مېرمنې کولای شي، د شریعت په چوکاټ کې د خپلې خوښې لباس واغوندي، خو هرات کې یوشمېر مېرمنې سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، پلار او خاوندان یې اجازه نه‌ورکوي چې کور کې د خپلې خوښې لباس واچوي.

له ګاونډیو هېوادونو ۵۱۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې تېره ورځ له ګاونډېو هېوادونو څخه ۵۱۷ کورنۍ چې دوه زره او ۷۹۷ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبه، د جوزا ۱۳مه، پر خپله اېکس‌پاڼه د دې شمېرو په خپرولو سره ویلي چې یوازې د تورخم له لارې ۴۶۵ کورنۍ چې شاوخوا ۲۶۰۰ کسان کېږي، افغانستان ته راغلي دي.