کرېکټ؛ افغانستان او ایرلنډ نن درېیمه شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.

ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې تېر یوه کال کې ۲.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې یادې ادارې د سوداګریزو او نورو توکو د لېږد له لارې په تېره یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي.

یونېسف: خوست کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) ویلي، د خوست په سپېرې ولسوالي کې د شوې مرګونې زلزلې له امله کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو ګواښ ډېر شوی دی.

د یونېسف د بشردوستانه چارو کارکوونکې انی کندروچیک په یوه ټویټ کې لیکلي، له هغو سیمو څخه یې لیدنه کړې چې په وروستۍ زلزله کې تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي.

هېواد کې د سواد کچې پر لوړوالي د اقتصاد وزارت ټينګار

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه له اړوند وزارتونو سره پر یوه ګډ پلان کار کوي. د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، له اړوند وزارتونو سره هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه کار کوي او ډېر ژر به دې برخه کې عملي او ګټور ګامونه واخیستل شي.

یوناما: د ا.ا د واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشري‌حقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.