ملت ته د حساب ورکولو په لړ کې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې یادې ادارې د سوداګریزو او نورو توکو د لېږد له لارې په تېره یوه کال کې میلیاردونه افغانۍ ترلاسه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست بخت‌الرحمن شرافت په وینا، په تېره یوه کال کې  دغې ادارې د ۳.۵ میلیون مټرک ټُنه سوداګریزو او غیرتجارتي توکو د لېږد له لارې ۲.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

بخت‌الرحمن شرافت همداراز زیاته کړه چې په تېره یوه کال کې له ازبکستان او پاکستان سره همغږي پیاوړې شوې او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې له دواړو هېوادونو سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې پیل کړي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د افغان ټرانس پروژه د افغانستان لپاره حیاتي وبلله او په وینا یې، دغه پروژه به سوېلي اسیا د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سره ونښلوي چې پرمټ به افغانستان د اسیا پر څلور لارې بدل شي.

په همدې حال کې د اوسپنې پټلۍ ویند عبدالرحمن دراني یاده ناسته کې رسنیو ته وویل چې په تېره یوه کال کې توانېدلي په سمه توګه د اوسپنې پټلۍ د پروژو امنیت خوندي کړي. نوموړي زیاته کړه چې دا مهال افغانستان ۲۳۰ کیلومټره د اوسپنې پټلۍ لري چې نږدې څلور زره کسان په مستقیمه توګه د حبرتان او اقینې د اوسپنې پټلۍ کې د توکو تخلیې، بار او خدماتي برخو کې پر کار بوخت دي.

په یاده ناسته کې د اوسپنې پټلۍ تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي د افغانستان او پاکستان پر لاره د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه وویل چې افغان سوداګر د کوټې له لارې هېواد ته د توکو لېږد برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو زمینه برابره شوې چې په نښلولو سره به یې د سوداګرو ستونزې هوارې شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د دغه ادارې مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال یادونه وکړه چې د جلال‌اباد پېښور او چمن سپین بولدک په اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې او هیله‌مندي یې وښوده چې دغه پروژې به ژر تر ژره پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام