Asset 1SWN

د رسنیو د تړل کېدو دوام؛ خبریالان: تنخواوې مو پاتې دي، سختې ستونزې تجربه کوو

په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د رسنیو د فعالیتونو درېدو په دوام، دوو خصوصي رسنيو تازه خپل فعالیتونه پريښي دي. دا رسنۍ په هرات کې «ترقي ټلوېزیون» او په بلخ کې «نهاد راډیو» ده چې د اقتصادي ستونزو له امله يې خپل رسنیز فعالیتونه پرېښودل.

د ترقي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ داسې مهال خپل فعالیت پرېښود چې خپلو کارکوونکو ته یې پوره تنخواوې هم نه وې ورکړې. د دغه ټلوېزیون د تولید څانګې مسوول زلمی عزیز د دې رسنۍ د فعالیت درېدو پخلی کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي: «له بده مرغه دفتر په وروستیو کې له دېوالي کېدو سره مخامخ شو او وتړل شو. هغه مسله چې کارکوونکي ورسره مخامخ دي، د هغوی پاتې تنخواوې دي. زما د دوو میاشتو امتیاز پاتې دی. موضوع مو له ملاتړو بنسټونو سره شریکه کړې، له بده مرغه تر اوسه یې هېڅ کار نه‌دی کړی.»

همدارنګه، تېره اوونۍ په بلخ کې د نهاد په نوم يوې خصوصي راډيو هم د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليت پرېښود. ویل کېږي چې د دې رسنۍ د ځنډېدو له امله د اوو ښځینه‌وو په ګډون، لږترلږه ۲۵ کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د نهاد راډيو خبريال محمدباقر وايي، د دې راډيو د تړل کېدو له امله وزګار شوى او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. هغه زیاتوي: اوس وزګاره یم او هڅه کوم چې یو مناسب کار پیدا کړم، څو له له لارې یې خپلې ستونزې چې اوس ورسره لاس او ګرېوان یم، حل کړم.»

په همدې حال کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم مني چې په دې وروستیو کې یوشمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي له سلام‌وطندار سره په مرکه کې که څه هم د هغو رسنیو کره شمېره نه‌ده ښودلې چې فعالیتونه یې پريښي، خو وايي چې د ځینو رسنيو د تړل کېدو تر څنګ یې یوشمېر نويو رسنيو ته جوازونه هم ورکړي دي.

مهاجر فراهي وايي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې له ۲۰ تر ۲۵ راډیوګانو خپل فعالیتونه پیل کړي دي. د یادونې ده چې افغان رسنۍ اوس د اقتصادي ستونزو تر څنګ، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د ځان سانسورولو له ستونزو سره هم مخامخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام