Asset 1SWN

د راډیو نړیواله ورځ؛ نی: افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلي

نن د سلواغې ۲۲مه/د فبروري ۱۳مه، د راډیو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، سږ کال داسې مهال د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نی لیکلي چې راډیو د یوې دودیزې غږیزې رسنۍ په توګه په نړۍ کې ډېر پلویان لري. په خبرپانه کې زیاته شوې: «افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې یې د راډیو دستګاه فعاله کړه او ګڼ‌شمېر افغانانو د راډیويي فرېکونسیو له لارې راډیويي خپرونې اورېدې او د وخت یوازینۍ بوختوونکې او معلوماتي رسنۍ وه.»

دغه بنسټ زیاته کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې شاوخوا ۳۰۷ راډیوګانې افغانستان کې جوړې شوې دي. د نی په خبره: «راډیو په افغاني ټولنه کې د عامه پوهاوي او اطلاع‌رسونې برخه کې مهم رول لوبولی او توانېدلې چې ډېر اورېدونکي را خپل کړي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې ټینګار کړی چې سږ کال داسې مهال د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې د افغانستان ۴۸ سلنه راډیوګانې د اقتصادي ستونزو او شته ننګونو له کبله خپل فعالیتونه پريښي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نی د شمېرو له مخې، افغانستان کې د ۳۰۷ راډیوګانو له ډلې اوس له ۱۷۰ کمې راډیوګانې فعالې دي.

د یادونې ده چې هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سلګونو غږیزو، تصویري، چاپي او انلاین رسنیو خپل فعالیتونه پريښي چې له کبله یې زرګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام