فاریاب کې یوې ښځې څلور ماشومان زېږولي

د فاریاب روغتیايي مسوولان وايي چې یوې ښځې د دغه ولایت په المار ولسوالي کې څلور ماشومان زېږولي دي.
فاریاب کې د ۳۰۰بستریز روغتون رییسه فوزیه سلیمي وايي، دغې ښځې نن سهار د المار ولسوالي په کلینیک کې څلور ماشومان چې ټولې نجونې دي، زېږولي دي.

د ا.ا ویاند: کابل ښار کې له ماښام راهیسې د داعشیانو پر پټن‌ځای عملیات روان دي

د اسلامي امارت ویاند ذ.بېح الله م.جاهد پر ټویټر لیکلي چې ځواکونو یې نن ماښام د کابل ښار په کارته‌نو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټن‌ځای عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه یوشمېر داعشیان وژل شوي، خو په وینا یې، سیمه کې د ګڼه‌ګوڼې له کبله عملیات په ځنډ روان دي.

د راډیو نړیواله ورځ د سلام‌وطندار دفتر کې د یوناما د مسوولانو په ګډون ونمانځل شوه

نن د سلواغې ۲۴مه او د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ نن د سلام افغانستان موسسې (سلام‌وطندار راډیو) په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د یونسکو رییسې پاتریشیا مک فیلپس او د سلام‌وطندار راډیو د مسوولانو، خبریالانو او کارکوونکو په ګډون ونمانځل شوه.

د راډیو نړیواله ورځ؛ محلي راډیوګانې له محدودیتونو او مالي ستونزو سره مخ دي

نن د فبروري دیارلسمه د راډیو له نړیوالې ورځ سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسېږي چې په تازه‌ګۍ سره هرات کې د «سحر» په نوم د ښځو ځانګړې محلي راډیو د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

د راډیو نړیواله ورځ؛ نی: افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلي

نن د سلواغې ۲۲مه/د فبروري ۱۳مه، د راډیو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، سږ کال داسې مهال د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي چې افغانستان کې نږدې نیمايي راډیوګانې له فعالیته لوېدلې دي. د نی د شمېرو له مخې، افغانستان کې د ۳۰۷ راډیوګانو له ډلې اوس له ۱۷۰ کمې راډیوګانې فعالې دي.

د سارک خبریالانو ټولنه: د سارک غړي هېوادونه دې د افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي

د سارک خبریالانو ټولنې یوه خبرپاڼه کې د سارک له غړیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان څخه غوښتي چې هلته د ورغلیو افغان خبریالانو لاسنیوی وکړي.
دې ټولنې په افغانستان او له هېواده د بهر افغان خبریالانو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده چې د سارک غړي هېوادونه هم باید پر افغان خبریالانو د فشار راوړلو پر ځای، د هغوی ملاتړ وکړي.