Asset 1SWN

د ا.ا په واکمنېدو سره فاریاب کې د شپږو سیمه‌ییزو راډیوګانو خپرونې بندې شوي

د فاریاب د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولان وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې سیمه‌ییزې رسنۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې له امله یې فاریاب کې ۶ سیمه‌ییزې راډیوګانې خپلې خپرونې درولې دي.

د فارياب د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر او په دغه ولايت کې د تمنا راډيو د نشراتو مدیر فيروز غفوري وایي، که د رسنيو ملاتړي بنسټونه د سيمه‌ييزو رسنيو اقتصادي وضعيت ته پاملرنه ونه کړي، په فارياب کې به نورې رسنۍ هم وتړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په فارياب کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې مشر قطب‌الدين کوهي وايي چې د جمهوري نظام له سقوط او د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په دغه ولایت کې له لسو غږیزو رسنیو څخه ۳ خصوصي رسنۍ او یوه دولتي راډیو فعالیت کوي نورې ټولې تړل شوي دي.

کوهي د خبریالانو ستونزو ته په اشارې وایي، فاریاب کې ډېری خبریالان خپلې دندې له لاسه ورکړي او نورو دندو پسې ګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي ټینګار کوي چې د سیمه‌ییزو رسنیو د ستونزو حل په موخه هڅې روانې دي او د اقتصادي ستونزو په هوارېدو سره به سیمه‌ییزې رسنۍ بېرته فعالې شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ په فارياب کې د ميمنې راډيو يوازنۍ راډيو چې د ازبکي ژبې ودې لپاره یې کار کاول، د اقتصادي ستونزو له امله خپرونې بندې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام