د افغانستان رسنیز بنسټ په خپل یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي چې په تېر نظام کې د افغان خبریالانو او رسنیو کارکونکو اقتصادي وضعیت څه باندې ۳ سلنه کړکېچن وو، خو د نوي نظام له راتلو وروسته څه باندې ۶۷ سلنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له اقتصادي ناورین سره مخ دي.
د افغانستان رسنیز بنسټ خپل دغه څېړنیز رپوټ د هیواد په کچه له ۴۶۲ خبریالانو او د رسنیو له کارکونکو سره چی نارینه او ښځینه پکې شامل دي، له مرکې وروسته چمتو کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په رپوټ کې د رسنیو د کارکوونکو د څه باندې ۲۶سلنه اقتصادي وضعیت کمزوری ، د نېږدې ۵سلنه منځنی او یوازې صفر عشاریه ۸۷سلنه اقتصادي وضعیت ښه بلل شوی دی.
د افغانستان رسنیز بنسټ اجرایوي رییس سیددل اقا قاسمي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل چې دوی ته په لاس ورغلې شمېرې دا په ډاګه کوي چې د رسنیو راتلونکی له ګواښ او کړکېچ سره مخ دی.
د افغانستان رسنیز بنسټ د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو پر وړاندې د اقتصادي او نورو ستونزو د لرېکولو په موخه اسلامي امارت ته وړاندیزونه وکړل چې ټول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دولت ته مالیه ورکوي، نو د نورو حکومتي کارکوونکو په څېر دې تقاعد او نور امتیازات ورکړل شي.
نوموړي همداراز وویل، هغه رسنۍ چې عواید یې کم یا نهلري، باید کارکوونکي یې له مالیې ورکولو معاف شي او د رسنیو لپاره دې قانون جوړ، څو د هغې په رڼا کې خپلې چارې سمبال کړي.
د یاد بنسټ چارواکو له اسلامي امارت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه وکړه چې د رسنیو کارکونکو د ژوند او کاري چاپیریال د ښهوالي لپاره دې هر اړخیزې هڅې وکړي، څو د دوی پروړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.
په همدې حال کې یوشمېر خبریالان د دغه څېړنیز رپوټ موندنې پر ځای او د اندېښنې وړ بولي.
د چین مرکزي چینل خبریاله مریم هوتک د خبریالانو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ امنیتي، معلوماتو ته د نه لاسرسي په یوشمېر لویو غونډو کې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازې نه ورکړه او داسې نورو ستونزو ته اشاره کوي او وايي چې له یاد وضعیت څخه خبریالان ډېر ځورېږي.
بل لورته د شمشاد ټلویزیون خبریال کمال افغان وایي چې د خبریالانو په کاري چاپیریال کې ځینې محدودیتونه لګول شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ډېری خبریالان به خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته، ګڼشمېر رسنۍ تړل شوي او یا یې خپل کارکوونکي راکم کړي چې په پایله کې یې یوشمېر خبریالان وزګاره شوي دي.
په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي سربېره امنیتي ستونزو سره هم مخ دي، خو د اسلامي امارت له لوري یا رد شوي او یا هم د ستونزو د هواري په برخه کې ژمنې ورکړل شوي دي.