ولسمشر محمداشرف غني او ورسره مل پلاوي پرون له غرمې وروسته په واشنګټن کې د ډیموکراټانو د اکثریتو له مشر سناتور چارلز شومر او د جمهوري غوښتونکو د لږکیو له مشر سناتور میچ مکانیل او یوشمېر نورو سناتورانو سره ولیدل. میچ مکانیل له دغې لیدنې وروسته ویلي، هیله لري چې د بایډن دولت به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو لړۍ وځندوي.

د نوموړي په وینا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو په اړه د بایډن پرېکړه د ګواښونو پر وړاندې د امریکا افغان شریکان یوازې پرېږدي. مکانیل زیاته کړې چې د بایډن سلاکار هم دا موضوع مني چې دا پرېکړه به بدې پایلې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه مهم امریکايي سناتور وايي چې طالبانو د امریکايي ځواکونو د راوتلو له پرېکړې وروسته جرات پیدا کړی او غواړي د ښځو په ګډون، په بېلابېلو برخو کې شته لاسته‌راوړنې او پرمختګونه شا ته وغورځوي او د کابل د نیولو لپاره هڅه کوي.



میچ مکانیل زیاتوي، داسې ډېرې نښې نښانې شته، څومره چې د امریکايي ځواکونو تر راوتلو وروسته د افغانستان له لاسه وتل دردناک دي، د مخنیوي وړ هم دي. دغه امریکايي سناتور وايي، القاعده غواړي یو ځل بیا په مغرورتیا سره را ژوندۍ شي او څنګه چې د امریکا د دفاع وزیر ویلي، ښايي دا شبکه تر راتلونکو دوو کلونو پورې بیا هم امریکا ته ګواښ پېښ کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ له منځه نه دی تللی او ټاکل شوې بهرني ځواکونه د روان زېږدیز کال د سپټمبر تر یوولسمې افغانستان پرېږدي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم په هېواد کې د طالبانو بریدونو او جګړې زور اخیستی او په تېرو څو اوونیو کې ځینې ولسوالۍ هم نیولې دي.

ولسمشر غني او ورسره مل پلاوی د چهارشنبې په ماښام له کابله واشنګټن ته وخوځېدل او پرون ورسېدل. دغه سفر د امریکا د ولسمشر جو بایډن په بلنه شوی دی.

د یادونې ده چې له ولسمشر محمداشرف غني سره په دغه سفر کې د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ولسمشر سلاکار وحید عمر، د سولې مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام