د جوزجان د پولیسو د پنځم سمت آمره نجیبه نور دلاوري چې د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره د دغه ولایت د قوش‌تپې ولسوالي د سالنګ پوستې ته ورغلې وايي، له کومې وېرې پرته د طالبانو پر وړاندې سنګر نیسي او مخامخ جګړه به ورسره وکړي.

د هغې په وینا، «د هېواد دفاع له جنسیت سره تړاو نه لري، ټول باید په سختو شرایطو کې د هېواد، ملي ګټو او ارضي تمامیت د دفاع لپاره سره یوځای او د هر ګواښ پر وړاندې ودرېږي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مېرمن دلاوري ډاډ ورکوي چې تر وروستۍ مرمۍ به د طالبانو پر وړاندې جګړه وکړي او دې ډلې ته تسلیمېدل یو ننګ بولي. نوموړې زیاتوي، ژرترژره به له نورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه د له لاسه وتلیو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره لاس په کار شي.



سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د جوزجان امنیه قوماندان خواجه غلام‌ جیلاني ابوبکر وايي چې په دغه ولایت کې د ښځینه پولیسو شمېر ډېر شوی او د ښار د امنیت ټینګښت په برخه کې له نورو امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ کار کوي.

د نوموړي په خبره، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه‌وو موجودیت د امنیت ټینګښت او د جنايي جرمونو په کمښت کې ګټور ثابت شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې جګړه د جوزجان د مرکز شبرغان ښار تر څنډو رسېدلې او طالبان یې پر نهو ولسوالیو هم واکمن دي.

نجیبه نور دلاوري څو میاشتې مخکې د شبرغان ښار د پولیسو د پنځم سمت آمره وټاکل شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام