اسلامي امارت پر ایران د اسراییل برید غندلی

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا دغه ډول بریدونه په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي.
خبرپاڼه کې له دواړو خواو غوښتل شوي چې د ستونزې د حل په موخه ډیپلوماسۍ ته مخه کړي.
امریکا تېره ورځ یکشنبه د ایران په دریو اټومي تاسیساتو، نطنز، اصفهان او فوردو بریدونه وکړل.

د ایران سپاه‌پاسدارانو امریکا ته د پښېمانه کېدو ګواښ کړی

سپاه‌پاسدارانو د ایران په اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونو په اړه بیانیه کې خبرداری ورکړی چې متحده ایالت به په دغه برید پېښمانه شي.
بیانیه کې چې نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) خپره شوې، سیمه کې د امریکا اډو ته د اشارې ترڅنګ، له محاسبو په لوړه سطحه د پېښمانه‌ونکي ځواب ورکولو ګواښ کړی.

عباس عراقچي: د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید ناوړه پایلې لري

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د ایران په سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د امریکا برید وحشتناکه دی او ناوړه پایلې به ولري.
هغه وویل، امریکا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړې ده، د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو برید سره یې، د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د مخنیوي تړون څخه سرغړونه کړې.

ټرمپ ولس ته وینا کې: ایران به یا سوله یا ناورین غوره کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تر برید وروسته وینا کې وایي، ایران اوس باید سوله وکړي کنه نو په خبره یې، “راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.”
هغه وویل، د ایران په دريو اټومي تاسیساتو یې بریالي عملیات کړي او په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
هغه د خپلې وینا یوه برخه کې ایران د منځني ختیځ قُلدر وباله او زیاته یې کړه چې که دغه هېواد سوله ونه کړي، تر ننني سهار لا ډېره ستره ستراتیژي عملي کېدونکې ده.

امریکا د ایران پر اټومي تاسیساتو برید کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروټ لیکلي چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان یې بریدونه کړي.

نوموړي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) ویلي، پر فردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم وتلي.

ټیلیګراف رسنۍ: د چین پوځ د نړۍ په پیاوړي ځواک بدل شوی

د چین پوځ ځینو نظامي اطلاعاتي حوزو کې په چټکۍ سره له امریکا متحده ایالتونو د مخکې‌والي په حال کې دی، کومې موضوع چې واشنګټن کې اندېښنې راپورته کړي.
ټیلیګراف زیاته کړې چې د چین پوځ تېرو ۲۵ کلونو کې له یوه کوچني ځواک څخه، د نړۍ په تر ټولو ستر او پیاوړي ځواک بدل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ: پر یمن به د امریکا بریدونه ودرول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل، حوثیان تسلیم شوي او پر یمن به هم د امریکا هوایي بریدونه ودرول شي.
د راپورونو پر اساس، ټرمپ ویلي چې: «حوثيانو غوښتي، څو پر هغوی بریدونه ونه کړو. دوی ټينګار کړی چې منځني ختیځ کې به پر تلونکو بېړیو بریدونه نه کوي.»

امریکا د یمن پر پلازمینه ۹ او صعده ښار ۶ ځلې بمبار کړی

د یمن المسیره شبکې نن پنجشنبه راپور ورکړی چې د امریکا جنګي الوتکو تازه د دغه هېواد شمال ته صعده ښار کې پر «سهلین» سیمې ۶ ځلې بمبار کړی. یمني چارواکو ویلي چې د دغه هېواد پر اسمان اوس هم جنګي الوتکې ګرځي.

راپور کې ویل شوي چې امریکا د پلازمینې صنعا ښار په «براش او نقم» سیمو هم ۹ ځلې بمباري کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد امریکا سره د رسمي اړیکو پر لرلو ټينګار کړی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه شبکې سره مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی او ویلي، دغه هېواد سره یې دښمني ابدي نه‌ده او هېوادونه باید یو له بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.
رویټرز اژانس نن (سې‌شنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.

امریکا ترکیې ته: د حماس د مشرانو کوربه‌توب مه کوئ

له هغه وروسته چې له قطر څخه ترکیې ته د حماس سیاسي مشرانو د لېږد په اړه راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې څخه غوښتي چې د حماس د مشرانو کوربه‌توب ونه کړي. رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون دا غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په ګډون، ټول هېوادونه باید د حماس له ملاتړ او کوربه‌توب څخه ډډه وکړي.

له نوماندۍ د بایډن تېرېدل؛ هېرس: د ټرمپ د ماتولو لپاره هڅه کوم

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره له نوماندۍ د جو بایډن له تېرېدو سره هم‌مهاله، د هغه مرستیالې کامله هېرس لیکلي چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نومانده شي.
هېرس نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې به د بریا لپاره هڅه وکړي.

ا.ا په افغانستان کې د امریکايي وسلو پلورلو په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماندا او د دغه هېواد پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته د ۸۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت د امریکا پوځي تجهیزات پاتې شوي چې په خبره يې، افغانستان د امریکايي وسلو د خرڅلاو په تر ټولو لوی بازار بدل شوی دی.