ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پرون ماښام امریکا ته پر سفر روان شو او نن ورسېد. له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او یوشمېر نور چارواکي او د سولې مرکچي پلاوي غړي ملتیا کوي.

خو ځینې سیاسي شنونکي دغه سفر د هېواد د روان وضعیت د بدلون لپاره ګټور نه بولي او په وینا یې، د دغه پلاوي غړي نه شي د امریکا پر وړاندې چې د افغانستان د ناورین اصلي لامل ده، د هېواد د ملي دریځ دفاع وکړي. د دوی په خبره، امریکا ته تللی افغان پلاوی به د امریکا پر پټ سیاست اعتراض ونه شي کړای او نه به یې هم تګلارې بدلې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیاسي چارو شنونکی رحمت‌الله بېژن‌ پور وايي، که تللی پلاوی د یوه ملي او واحد دریځ دفاع وکړي، امریکا به اړ باسي چې د افغانستان په اړه پر خپل دریځ او تګلارې بیاکتنه وکړي چې په وینا یې، یاد پلاوی به دغه کار ونه شي کړای.



هغه زیاتوي، امریکا به په دې لیدنه کې افغان مشرانو ته سپارښتنه وکړي چې په هېواد کې د روان ناورین د پای ته رسولو لپاره د یوه ګډ حکومت جوړېدو ته لاره هواره کړي.

په همدې حال کې یو بل شنونکی حکیم ناظم بیا باور لري چې د دغه سفر لاسته‌راوړنې به د طالبانو پر دریځ هم ژور اغېز وکړي. ناظم ټینګار کوي چې یاد سفر، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو سخت اقدامات او د دې ډلې پر ضد ولسي پاڅون به د طالبانو په دریځ کې بدلون راولي، څو تاوتریخوالی پرېږدي او د سولې خبرواترو ته حاضر شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شنونکي باور لري، که امریکا ته تللی افغان پلاوی ډک لاس بېرته را ونه ګرځي، طالب ډله به لا هم جګړې او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي او امتیاز به ترلاسه کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمود وايي چې ولسمشر محمداشرف غني به په دغه سفر کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن او یوشمېر نورو لوړوپوړو امریکايي چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر دوام به ورسره بحث وکړي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر به له امریکايي چارواکو سره د افغانستان‌-‌امریکا ترمنځ د همکاریو نوي څپرکي، د ډیپلوماټیکو اړیکو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او مالي ملاتړ، د بشري حقونو اړوند مسایلو او له افغانستان سره په اقتصادي او پراختیايي برخو کې د امریکا د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر محمداشرف غني او ورسره مل لوړپوړی دولتي پلاوی داسې مهال امریکا ته ځي چې طالبانو په وروستیو دوو میاشتو کې جګړې او تاوتریخوالي ته زور ورکړی او د ځینو ولسوالیو تر نیولو وروسته یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک پر وړاندې را پورته شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام