سپینې ماڼۍ ویلي چې تمه ده د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روانې اوونۍ په پای کې امریکا ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن سره لیدنه ولري. د چارو شنونکي د دغو دوو افغان لوړپوړو چارواکو سفر تشریفاتي بولي او وایي چې دغه سفر به د هېواد پر روان وضعیت هېڅ راز اغېز ونه لري.

د دوی په باور د افغانستان اوسني حکومت او مشرتابه یې د خلکو په منځ کې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او د سیمې هېوادونو او نړیوالو متحدانو پر وړاندې بې باوره دي.

د سیاسٍي چارو شنونکی جعفر مهدوي ټینګار کوي چې د دغه سفر یوازینی لامل کېدای شي، د ولسمشر محمد اشرف غني پرله پسې ټینګار وي.

د سلام‌‌وطندار پښتو  فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: « ویلی شو چې دغه به د افغانستان پر وړاندې د امریکا په تګلارې، د تاوتریخوالي په کمښت، د جګړې په کموالي او حتا د روان وضعیت په اړه د سیمې او طالبانو پر سیاست به هېڅ راز اغېز ونه کړي. دغه سفر به تشریفاتي وي او حتا د خدای په امانۍ سفر به وي.»

 د شنونکو په باور حکومت نه دی بریالی شوی چې د هېواد روان وضعیت په سمه توګه مدیریت کړي، نو د دغه ډېپلوماتیک فرصت څخه د استفادې وړتیا هم نه لري او نه شیي کولای چې د هېواد په ګټه ترې استفاده وکي.

د چارو شنونکی باقر محسني وایي، که د موجود واقعیتونو او د ولس د ظرفیتونو پربنسټ یو لوی مدیریت رامنځ ته نه شي، غني او عبدالله نه شي کولای د هېواد مدیریت وکړي او د افغانستان د ډېپلوماتیک ځای ځایګي او یا هم د نړیوالو له ملاتړ څخه سمه استفاده وکړي.

سیاسي شنونکي زیاتوي، د افغانستان پر وړاندې د امریکا سیاست بدل شوی او طالبانو ته د دولت په څېر ارزښت ورکول کېږي، نو دغه ډول سفرونه د ظاهري ملاتړ او د روحیې له وربښلو پرته نورې پایلې نه‌لري.



د ملي روغې جوړې عالي شورا د روانې اوونۍ پای کې د دغه سفر ترسره کېدل تاییدوي او وايي، افغانستان سره د امریکا د مرستو او همکاریو دوام به ولسمشر جوبایډن سره د افغان حکومت د مشرانو د لیدنې او خبرو له محورونو څخه ووسي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون سلام‌وطندار ته وویل: «د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ته د امریکا ولسمشر جوبایډن له خوا رسمي بلنه ورکړل شوې او دغه بلنه منل شوې. ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ولسمشر غني سره یو ځای امریکايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو، افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام او د سولې پر پروسې بحث او خبرې وکړي.»

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیل وروسته، جګړه په کسارې توګه زیاته شوې او هره ورځ بېلابېلو ولایتونو کې یو‌شمېر ولسوالۍ یو پر بل پسې د طالبانو لاس ته لوېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام