نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړوپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د دغه هېواد دفاع وزارت هغه مهال چې د افغانستان وضعیت د ناورین لوري خوا ته ولاړ شي او د کابل په ګډون، ستر ښارونه له ګواښ سره مخامخ شي، د خپلې هوايي مداخلې څرنګوالی ارزوي.

په راپور کې لیکل شوي چې تر اوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې، خو کېدای شي دا موضوع د یوه غوراوي په توګه د ارزونې وړ وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول عملیاتو وړتیا لري، خو د اړتیا پر مهال به د بهرنیو ځواکونو هوايي همکاري هم ولري.



د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزی وايي، افغان ځواکونه اوس د هر ډول ځمکنیو او هوايي بریدونو وړتیا لري او دا یې له ترهګرو سره د جګړې په ډګر کې ثابته کړې ده.

د سیاسي او نظامي چارو شنونکي هم وايي چې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه مرستندوی نه تمامېږي او په وینا یې، د هېواد ستر ښارونه به د طالبانو لاس ته ور نه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي، که امریکا افغان ځواکونو ته لازم تجهیزات برابر او هغه په سم ډول مدیریت شي، د ځواکونو هوايي مداخلې ته یې اړتیا نشته. د هغه په خبره، امریکا باید د افغانستان پر سیاسي حل‌لارې تمرکز وکړي.

تر دې مخکې داسې راپورونو خپاره شوي وو چې ټاکل شوې امریکا له افغانستانه تر وتلو مخکې د کابل د سقوط مخنیوي په موخه سلګونه ځانګړي ځواکونه په پلازمېنه کې ځای پر ځای کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام