ولسمشر محمداشرف غني پرون د دولتي پلاوي په یوه ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د لویې مشورتي جرګې د جوړولو خبر ورکړ، خو د دې جرګې د جوړېدو د موخې او څرنګوالي په اړه د دولت ویاندویان د معلوماتو ورکولو ته نه حاضرېږي.
یوشمېر سیاسي کارپوهان د حکومت له لوري د لویې مشورتي جرګې جوړېدل نمایشي بولي او وایي، دا ډول جرګې ولسواک بنسټ او مشروعیت نه لري.
د دوی په وینا، د حکومت له لوري د جرګو جوړول په عامه افکارو کې د اخلاقي او سیاسي کمزورتیا لپاره یو ډول سیاسي لوبه ده.
دوی زیاتوي، د حکومت له لوري د لویو مشورتي جرګو جوړول د وخت بېځایه تېرول او بېګټې دي.
د سیاسي چارو یو بل کارپوه رحمتالله بېژنپور هم باور لري، هغه کسان چې جرګې ته د ګډون لپاره غوره شوي، د سیاسي پرېکړو واک نه لري او ونډه یې هم یوازې د امتیاز ترلاسه کول دي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې جرګې له پیل نه تر اوسه اصلي مفهوم نه دی لرلی.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت تر دې وړاندې هم د سولې طرحې برابرولو او د طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره لویه مشورتي جرګه جوړه کړې وه چې له ځینو نیوکو سره هم مخ شوه.