د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د استانبول غونډې لپاره چې ښايي په روانه اوونۍ کې جوړه شي، درې اجنداوې په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې نن په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړه شوې غونډه کې چې زرګونو کسانو په‌کې ګډون کړی و، کړې دي. د هغه په خبره، پر ارزښتونو هوکړه، اوربند او د سولې حکومت جوړېدل د استانبول غونډې په اجندا کې شامل دي.

صالح زیاتوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې له افغان چارواکو سره پر دغو درېوو اجنداوو خبرې کړې دي. د نوموړي په وینا، پر اصلونو او ارزښتونو هوکړه په دې مانا ده چې طالبان اړ دي، څو ومني چې افغانستان طالباني کېږي نه، خو دا ډله کولای شي د هېواد د یوې برخې په توګه د افغانستان غېږه کې سوله‌ييز ژوند وکړي.

امرالله صالح وايي، روښانه نه ده چې پر دغو اصلونو هوکړه به څومره وخت ونیسي، خو په وینا یې، تر هغه چې طالبان ونه مني چې د افغانستان یوه برخه دي او د خپلې ډلې پر کلیت ټینګار وکړي، پر نورو مواردو خبرې اترې به یو ګام هم وړاندې ولاړې نه شي.

هغه زیاته کړه، که طالبان غواړي چې افغانان د سولې اوسنۍ پروسې ملاتړ وکړي، باید اوربند ته غاړه کېږدي او په خبره یې، په ګواښونو، چاودنو، ځانمرګو او وژنو سره سولې او یو بل منلو ته نه شو رسېدلی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، طالبان له اوربنده وېرېږي؛ ځکه که د فشار یوازینۍ وسیلې په توګه له تاوتریخوالي لاس واخلي، ښايي افغان دولت او نړیواله ټولنه ورسره جدي خبرې اترې ونه کړي، خو په وینا یې، داسې به ونه شي او په بشپړ جدیت به ورسره د سولې خبرې پر مخ یوسي.

صالح ټینګار وکړ چې افغان دولت د سولې خبرو لپاره ژمن دی او که طالب ډله اوربند وکړي، د سولې مذاکرات به د هر افغان نارینه او ښځینه په زړه کې ځای ونیسي او په ټوله توان به د دې پروسې ملاتړ وکړي.

هغه د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کول د حکومت تر ټولو ستره تېروتنه وبلله او زیاته یې کړه چې بیا به داسې تېروتنه نه کوي. د نوموړي په خبره، په خوشې شویو طالب بندیانو کې د نشه‌يي توکو ستر قاچاقیان هم شامل وو چې دې ډلې ته په بډو ورکولو سره یې د طالب بندیانو په نوملړ کې نومونه لیکل شوي وو.

امرالله صالح د راتلونکي حکومت په اړه وویل، که د استانبول غونډه کې هر ډول احتمالي هوکړه وشوه، افغان دولت به یې لپاره لویه مشورتي جرګه راوبلي او خلک به هلته پرې بحث وکړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال داسې مهال په روانه اوونۍ کې د استانبول غونډې د جوړېدو خبر ورکوي چې تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د امریکا، ملګرو ملتونو او ترکیې د هوکړې پر بنسټ به یاده غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۶مه جوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام