د بادغیس د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې له ورزشي ادارو سره په همغږۍ بادغیس کې د «اخوت او ورورولۍ» تر نوم لاندې جشن جوړ کړی دی.

دغه جشن د بادغیس ولایت په «پسته لق» سیمه کې د هېوادوالو ترمنځ د یووالي، یو بل منلو او ورورولۍ په موخه د دوو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاد جشن کې د بادغیس ولایت سربېره، د هرات، فراه، غور، فاریاب، بلخ، کندهار او یوشمېر ولایتونو اوسېدونکو ګډون کړی او له ورزشي او تفریحي پروګرامونو څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.

د یاد جشن جوړونکي وايي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په بادغیس ولایت کې داسې یو جشن جوړېږي.

د بادغیس د مدني ټولنو د بنسټونو شبکې مسوول ارباب شیخ الاسلامي وايي چې د یاد جشن د جوړېدو موخه یې خلکو ته د افغانانو ترمنځ د ورورولۍ ښودل او دا په ډاګه کول دي چې افغانان هېڅ‌کله نه بېلېږي.

په همدې حال کې یوشمېر هغه ځوانان چې له ولایتونو څخه بادغیس ته دې جشن کې د ګډون په موخه ورغلي، وايي چې د امنیت په ټینګښت سره کولای شي، د هېواد له هرې برخې لیدنه وکړي او په چکر لاړ شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی د هېواد د قومونو ترمنځ پر ورورولۍ او اخوت ټينګار کوي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې له هر ډول ژبني، نژادي او قومي اختلافونو لاس واخلي او په سوله او ارامۍ کې دې ژوند وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام